1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لبنان او دمشق کې د اسرائیلي پوځ تازه بریدونه

۱۴۰۲ دی ۳۰, شنبه

رویټرز اسرائیل ته منسوب یوه برید کې د سپاه پاسداران د دوو جګ پوړو قوماندانو په ګډون د دغې ډلې د څو چارواکو د وژنې خبر ورکړی دی. همدرانګه اسرائیلي پوځ په لبنان کې د حزب الله جنګیالي هم په نښه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4bV5f
Syrien | Rettungskräfte nach einem mutmaßlichen israelischenLuftangriff in Damaskus
د سپاه پاسداران څلور غړي د دمشق په هوایي برید کې وژل شويانځور: LOUAI BESHARA/AFP/Getty Images

اسرائیلي پوځ د لبنان په سویل کې د حزب الله پر وړاندې د یو لړ بریدونو خبر ورکړی دی. په «اسرائیل ټایمز» کې د خپاره شوي یوه خبر پر بنسټ د اسرائیل جنګي جټ الوتکو د لبنان په عدیسه کې یو شمیر اهداف، د هغو له ډلې د حزب الله ترهګرې ډلې د څارنې مرکز، د توغندیو د توغولو تاسیسات او د دغې ډلې پورې اړوند نورې زیربناوې په نښه کړي دي.

اسرائیلي پوځ همدرانګه د «ګواښ دفع کولو» په خاطر د داو غر (Mount Dov) سیمه د توپ په مرمیو ویشتلې ده.

په تیرو څو ساعتونو کې د لبناند حزب الله له خوا د اسرائیلو پر خاورې دوه توغندي توغول شوي دي چې اسرائیلي پوځ وایي د توغندیو د توغول کیدو ځایونه یې په نښه کړي دي.

سپاه پاسداران په دمشق کې د خپلو څلورو سلاکارانو وژل کیدل تائید کړي

د رویټرز خبري آژانس اسرائیل پورې منسوب یوه برید کې د سپاه پاسداران د څو چارواکو، د هغو له ډلې څخه د دوو جګ پوړو قوماندانو د وژنې خبر ورکړی دی. سپاه پاسدران او د سوریې رسمي سرچینو هم دغه خبر تائید کړی دی.

بل لور ته یو شمیر ایراني رسنیو په دمشق کې د المزه سیمې پر یوې ودانۍ د اسرائیلي پوځ پورې منسوب برید کې د سپاه پاسداران د القدس ډلې  اطلاعاتي مرستیال صادق امیدزاده چې مستعار نوم یې »حاج صادق« وو، د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د ایران سپاه پاسدارن د یوې اعلامیې په خپرولو سرهد سوریې په پلازمېنه دمشق کې اسرائیلو ته منسوب یوه برید کې د خپلو څلورو تنو «پوځي سلاکارانو» وژل کیدل تائید کړي دي. 

په دغه اعلامیه کې چې د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې له خوا خپره شوې ده راغلي چې سربیره پر دغو څلور تنو یو شمیر سوریایي ځواکونه هم وژل شوي دي.

په خبري اژانسونو کې د خپرو شوو رپوټونو په حواله دغه برید د شنبې په ورځ د المزه په نوم د استونګې په سیمه کې پر یوې ودانۍ شوی دی.

ایران د سوریې په کورنۍ جګړه کې د دغه هیواد د ولسمشر بشارالاسد یو مهم متحد او ملاتړ دی. اسرائیل تر اوسه پورې د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا