1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيلبنان

حزب الله: د اسرائیلو څارونکي پوستې مو په توغندیو ویشتلي

۱۴۰۲ دی ۱۶, شنبه

د لبنان وسله واله ډله حزب الله وايي د حماس د مرستیال مشر د وژنې د لومړني ځواب په توګه یې د شنبې ورځې سهار د اسراییلو یوه مهمه څارونکې پوسته په ۶۲ توغندیو ویشتلي ده. اسرائیلو لا په دې هکله څه ویلي نه دي

https://p.dw.com/p/4avM8
Libanon Beirut | Rede Sayyed Hassan Nasrallah, Milizenführer der Hisbollah
حزب الله پر اسرائیلو د پراخ توغندیز برید ادعا کړېانځور: Aziz Taher/REUTERS

د سه شنبې په ورځ د روان کال د جنورۍ په دویمه د حماس جګپوړی چارواکی صالح العاروري د لبنان د بیروت په جنوبي ښار الضاحیه کې د اسرائیلو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې دغه برید ښايي د حماس متحدې ډلې حزب الله ته هم یو ښکاره پیغام وي او هغه دا چې ان د الضاحیه سیمه د اسرائیلو له بریدونو خوندي نه ده.

Libanon I Hisbollah hält Militärübung im Südlibanon ab
د اسرائیل پولې ته نږدې د لبنان د حزب الله ډلې د پوځي تمرینونو یو انځور د دویچه ویله له آرشیف څخهانځور: Houssam Shbaro/AA/picture alliance

حزب الله بیا د العاروري د وژنې د غچ اخیستو ګواښ کړی دی. د دې ډلې مشر سید حسن نصرالله د جمعې په ورځ وویل چې د برید په اړه "چوپ" پاته کیدل به د دې سبب شي چې ټول لبنان باندې اسرائیل بریدونه وکړي.

حزب الله د شنبې په ورځ په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دوی پر یوې غونډۍ باندې د اسرائیلو یوه اصلي پوسته هدف ګرځولې ده او زیاتوي چې له دغې پوستې څخه د هوا د کنټرول او څار له پاره کار اخیستل کیده. د اسراییلو پوځ په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

خ.ح / ش.ن

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟