1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د سوريه پر لاذقیه بندر توغندیز برید کړی

۱۴۰۰ دی ۷, سه‌شنبه

اسرائیل د سوریې په لاذقیه بندر کې د کانتینرونو انبار د توغندیو په وسیله په نخښه کړی دی. د سوریې د دولتي رسنۍ په حواله د یوه روغتون په شمول ځينو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی. د زیان کچه تر اوسه پورې نه ده روښانه شوې.

https://p.dw.com/p/44tUC
Syria Israel
انځور: SANA/AP/picture alliance

د سوریې دولتي رسنیو د سه شنبې (د دسمبر میاشتې ۲۸ نیټه) په ورځ د دغه هیواد په لاذقیه بندر سیمه کې د کانتینرونو پر انبار د اسرائیل پوځ د توغندیز برید خبر ورکړی دی. د رپوټونو په حواله څو ودانیو ته د هغو له جملې څخه یوې مغازې او یوه روغتون ته زیان اوښتې دی.

د سوریې دولتي تلویزون په هغه سیمه کې چې توغندیز برید شوی دی د امبولانسونو، اور د لمبو او لوخړو ویډیوګانې خپرې کړي دي.

د سوریې د دفاع وزارت په یوه بیانیه کې اعلان کړی دی: «د اسرائیل دغه تیري ستر مالي زیانونه رامنځته کړي دي او پایلې یي تر اوسه پورې تر ارزونې لاندي دي.» دا په روانه میلادي میاشت کې پر دې سیمې د اسرائیل دویم برید دی چې ترسره کیږي.

لاذقیه د سوریي اصلي سوداګریز بندر دی. روسیه چې د دغه هیواد په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد تر ټولو پیاوړی متحد دی، د لاذقیه په ۲۰ کیلومترۍ حمیمیم سیمه کې یوه پوځي هوایي اډه لري.

اسرائیل تر اوسه پورې په سوريه کې د ایران او حزب الله پر مرکزونو پرله پسې بریدونه کړي دي. دوې ورځې مخکې د جروزالم پوست ورځپاڼې د یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي په حواله ولیکل چې د دغه هیواد پوځ په تیرو درو کلونو کې په سوريه کې د حزب الله پر لسګونو اهدافو بریدونه کړي دي. د دغه چارواکي په خبره دغو بریدونو د اردن په سرحدي مثلث او ګولان په لوړو کې د حزب الله لوجیستیکي او عملیاتي توان مختل کړی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ حزب الله تر اوسه پورې دغو بریدونو ته ځواب نه دی ورکړی، خو احتمالاً اراده لري د ایران په مرسته ځان غچ اخیستونکو بریدونو ته تیار کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز