1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل ته منسوب برید د حلب هوایي ډگر له کاره غورځولی دی

۱۴۰۲ شهریور ۶, دوشنبه

د سوریې د رسمي خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د «اسرائیل هوایي برید» له کبله د حلب نړیوال هوایي ډگر له کاره لویدلی دی. د اسرائیل پوځ تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. د حلب هوایي ډگر د سوریې دویم لوی هوایي ډگر دی.

https://p.dw.com/p/4VezT
Syrien eröffnet den internationalen Flughafen Aleppo
انځور: SANA/dpa/picture alliance

د سوریې رسمي خبري آژانس سانا، د دغه هیواد د یوې نظامي سرچینې په حواله رپوټ ورکړی دی چې د حلب پر هوایي ډگر د «اسرائیل هوایي برید» په پایله کې دغه هوایي ډگر له کار اخیستنې وتلی دی.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ دغه برید د دوشنبې ورځې (د اگست میاشتې ۲۸ نیټه) سهار ۴ بجې او ۳۰ دقیقې د لاذقیه په لویدیځ کې د مدیترانې سمندر له طرفه ترسره شوی دی.

دغې پوځي سرچینې سانا ته ویلي دي چې اسرائیل ته منسوب د دغه هوایي برید په پایله کې د حلب هوایي ډگر ځغاستلیکې ته زیان اوښتی دی او په دې ترتیب سره هوایي ډگر له کار ولیدلی دی.

د فرانسې خبري آژانس د سوریې د سړکونو او ترانسپورت د وزیر سلیمان خلیل په حواله رپوټ ورکړی دی چې د دغو بریدونو د دغه هوایي ډگر یوازنۍ ځغاستلیکې ته چې د استفادې وړ وه، تاوان رسولی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د حلب هوایي ډگر د ځغاستلیکي د ترمیم چارې پيل شوي دي، څو هر څومره ژر چې ممکن وي دغه نړیوال هوایي ډگر بیرته خپل فعالیت پيل کړي.

د سوریې د سړکونو او ترانسپورت د وزیر په خبره ټاکل شوې ده چې تر هغې وخته پورې به له دې هوایي ډگر څخه پروازونه ددمشق او لاذقیه هوایي ډگرونو ته انتقال شي.

د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په لندن کې دی، اعلان کړی دی چې د دې برید په ترڅ کې د نایرب په پوځي هوایي ډگر کې هم د وسلو زیرمې په نښه کړای شوي دي.

د اسرائیل پوځ تر اوسه پورې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي. د اسرائیل پوځ یوه ویاند د حلب پر هوایي ډگر د برید په اړه ویلی دي چې هیواد یې د دا ډول رپوټونو په هکله غبرگون نه ښکاره کوي.

دا په داسې حال کې چې اسرائیل له کلونو راهیسې په سوریه کې د ایران پورې پر اړوندو اهدافو بریدونه کړي دي.

د سوریې په شمال لویدیځ کې د حلب هوايي ډگر د دغه هیواد دویم ستر هوايي ‌ډگر گڼل کیږي او د ایران پورې اړوند ملیشه ډلې په حلب او شاوخوا سیمو کې یې پياوړی حضور لري.

په سوریه کې تر یوې لسیزې اوږدې جگړې په جریان کې اسرائیل په وارو وار په دغه هیواد کې بریدونه کړي دي. د اسرائیل هدف تر ټولو په لومړي قدم کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو حزب الله او د سوریې پوځ سنگرونه دي.

اسرائیل په وار وار ویلي دي چې ایران ته به اجازه ور نه کړي چې د دغه هیواد سرحدونو ته نږدې خپل حضور پراخه او پیاوړی کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب