1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران او روسیې د دمشق پر هوایي ډګر د اسرائیلو برید غندلی دی

۱۴۰۱ خرداد ۲۱, شنبه

ایران او روسیې د «د دمشق پر نړیوال هوایي ډګر د اسرائیلو برید» په شدیدو ټکو غندلی دی. سرچینو ویلي دي چې پر دمشق د اسرائیلو بریدونه د ایران له خوا د وسلو د ملاتړ بندولو په موخه ترسره شوي دي.

https://p.dw.com/p/4CYp1
Syrien, Damaskus: Raketen in der Nähe des Flughafens
انځور: picture-alliance/AP/SANA

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل سوریایي سیال فیصل المقداد سره په تلیفوني خبرو کې د دمشق پر هوایي ډګر د اسرائیلو برید په شدیدو ټکو غندلی دی. امیر عبداللهیان ویلي دي چې د سوریې پر زیربنایي تاسیساتو د هغو له جملې څخه پر هوایي ډګر برید د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کول او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

اسرائیلو د جمعې ورځې (د جون میاشتې ۲۰ نیټه) په سهار د جولان له لوړو څخه د څو توغندیو په توغولو سره د دمشق په سویل کې اهداف په نښه کړي دي.

تر دې برید وروسته او د دمشق په نړیوال هوایي ډګر کې د یو شمیر تخنیکي وسایلو د کاره ولیدو په نتیجه کې دغه هوایي ډګر ته ټول تلونکي او راتلونکي پروازونه ځنډول شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مقر یې په بریتانیې کې دی ویلي دي چې د برید هدف د دمشق هوایي ډګر ته نږدې د لبنان د حزب الله او د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو نورو ډلو د وسلو د ډپوګانو په نښه کول و.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان مشر رامي عبدالرحمن ویلي دي ایران سوریه د خپلو ملیشه ډلو له پاره د لیږدونکو وسلو او مهماتو پر ډیپو بدله کړې ده.

د «العربیه» شبکې هم د ځینو سرچینو په حواله لیکلي دي چې د سوریې په پلازمېنه کې د مرکزونو پر وړاندې د اسرائیلو بریدونه د ایران د وسلو د ملاتړ د عملیاتو د ناکاره کولو او په دې هوایي ډګر کې د ایرن د بار وړونکو الوتکو د کښیناستو د مخنیوي په خاطر ترسره شوي دي.

د دغو سرچینو د رپوټونو په حواله د دې حملې هدف د هوایي ډګر د سویلي ځغاستلیکې یا رنوې له کاره غورځول او د هوایي ډګر په شمالي ځغاستلیکه کې د دوو لویو کندو رامنځته کول او په بشپړ ډول یي له کاره غورځول و، تر څو له ایران څخه دغه هیواد ته د وسلو د لیږدول کیدو مخه ونیول شي.

 د العربیه په رپوټ کې د یوه بوئینګ ۷۴۷ ډوله الوتکې اجباري کښینول کیدو ته هم اشاره شوې ده چې د «قشم» هوایي شرکت پورې یې تعلق درلود او پر وسلو باره شوې وه. دغه شرکت د ایران د سپاه پاسداران له خوا کنترول او اداره کیږي او یاده الوتکه د ایران له مبدا څخه د دمشق هوایي ډګر ته ښکته شوې ده.

د اسرائیلو برید ته د روسیې غبرګون

له ایران سره هم مهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلو له خوا د دمشق نړیوال هوایي ډګر د په نښه کولو اقدام غندلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا وویل چې روسیه له اسرائیلو څخه غواړي چې دا ډول اقدامات دې ودروي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی «د اسرائیلو له خوا د سوریې بمبار، د بین المللي اساسي قواعدو په نقضولو سره ترسره کیږي او په مطلق ډول د منلو وړ نه دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا ډول اقدام نړیوال هوایي ترافیک ته ډیر خطرونه رامنځته کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا