1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

اسرائيل او حزب الله پر يو بل ډزې کړي

۱۴۰۲ آبان ۱۳, شنبه

د اسرائيل پوځ او د لبنان حزب الله ډلې د شنبې په ورځ پر يو بل ډزې کړي او دواړو د سرحد په اوږدو کې د سیمو د وېشتلو ادعاوې کړي. د فرانسې ولسمشر ويلي چې غزې له پاره د بشري مرستو کنفرانس جوړوي.

https://p.dw.com/p/4YP4t
د اسرائيل پوځ او د لبنان حزب الله ډلې د شنبې په ورځ پر يو بل ډزې کړي او دواړو د سرحد په اوږدو کې د سیمو د وېشتلو ادعاوې کړي
د اسرائيل پوځ او د لبنان حزب الله ډلې د شنبې په ورځ پر يو بل ډزې کړي او دواړو د سرحد په اوږدو کې د سیمو د وېشتلو ادعاوې کړيانځور: Ayal Margolinc/ JINIPIX/AP/picture alliance

د اسرائيل پوځ او اسلام پالې حزب الله ډلې تر منځ دغه نښتې د حزب الله مشر حسن نصرالله، له هغه  خبرداري نه یوه ورځ وروسته کیږي چې ويلي ېې وو، که د اسرائيل پوځ د فلسطينيانو په سېمه کې خپلو حملو ته ادامه ورکړي په هغه صورت کې به د غزې په ترا‌ړه کې د اسرائيل او حماس افراطي ډلې تر منځ جګړه پر ېوې سېمه ییزې شخړې بدله شي.

د اسرائيل پوځ د شنبې په ورځ وويل وروسته له هغې چې له لبنان څخه د حملې له پاره یوه هڅه وشوه، دوی «دوه تروریستي مرکزونه» او د حزب الله يوه پوسته په نخښه کړه.

د اسرائيل پوځ په یوه اعلامیه کې وېلي: «دوو تروریستي مرکزونو غوښتل له لبنان څخه د اسرائيل پر حریم ډزې وکړي، چې په ځواب کې ېې آی ډي اف (پوځ) دغه مرکزونه او د حزب الله د نظارت یوه پوسته په نخښه کړل.»

المان او عراق ټينګار کړی چې د حماس تندلارې ډلې او اسرائيل تر منځ جګړه نه بايد سیمې ته پراخه شي
المان او عراق ټينګار کړی چې د حماس تندلارې ډلې او اسرائيل تر منځ جګړه نه بايد سیمې ته پراخه شيانځور: Ayal Margolin/JINI/Xinhua/picture alliance

اسرائيل همدارنګه ويلي دي چې له لبنان څخه د توپ وار شوو ګولیو ته ېې هم ځواب ورکړی. د هغه په وینا دغه ګولۍ د اسرائيل شمال پر لور توغول شوي چې تلفات نه لري.

تندلاره حزب الله ډله هم ادعا کوي چې په ورته وخت کې یې د سرحد په اوږدو کې د اسرائيل پنځه موقعیتونه ويشتلي دي.

ياده ډله وايي د اسرائيل ال اباد ساحه یې په نخښه کړې خو دا ېې نه دي ويلي چې له څه ډول وسلې څخه ېې استفاده کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، حزب الله وايي چې د اسرائيل زیربناوې، پوځې محوطې او د توغندیو د زېرمې ساحې ېې ويشتلي دي.

بل خوا دفرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، ويلي دی چې غزي ته د بشري مرستو له پاره په پاریس کې یو کنفرانس جوړوي. المان او عراق ټينګار کړی چې د حماس تندلارې ډلې او اسرائيل تر منځ جګړه نه بايد سیمې ته پراخه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل