1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنتاکام: د یمن د حوثي یاغیانو ۱۸ ډرون او ۳ توغندي شنډ شوي

۱۴۰۲ دی ۲۰, چهارشنبه

په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندې مشر سنتکام، ویلي چې امریکایي او بریتانیایي ځواکونو د یمن د حوثي یاغیانو ۱۸ بې پیلوټه الوتکې او درې توغندي سره سمندر ته نیږدې شنډ کړي دي.

https://p.dw.com/p/4b5Kt
Start eines F18 Kampfjets vom Flugzeugträger USS Dwight D. Eisenhower
د اف /اې ۱۸ ډوله جنګي الوتکېانځور: Andrew Schneider/U.S. Navy photo/abaca/picture alliance

په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندې یا سنتکام، د چهار شنبې په سهار (د جنورۍ په ۱۰ مه) پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې امریکایي او بریتانیایي ځواکونو د یمن د حوثي یاغیانو ۱۸ بې پیلوټه الوتکې او درې توغندي سره سمندرته نیږدې شنډ کړي دي.

د سنتکام د معلوماتو له مخې، دا برید د سه شنبې په ماښام د (د جنورۍ په نهه نیټه)  د صنعا په محلي وخت ۹ بجې او ۳۰ دقیقې، د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ پر مهال شوی، خو بار وړونکو سوداګریزو کښتیو ته پکې کوم زیان ندی اوښتی.

د دغه راپور په جزئیاتو کې ویل شوي چې د اف /اې ۱۸ ډوله جنګي الوتکو په ګډو عملیاتو کې ټولټال ۱۸ ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې، دوه د کښتۍ ضد کروز توغندي او یو د کښتۍ ضد بالستیک توغندی شنډ او له منځه وړل شوي دي.

د سنتکام د معلوماتو له مخې، دا د نومبر له ۱۹ راهیسې په سره سمندر کې پر سوداګریزو بار وړونکو کښتیو باندې  د حوثیانو شپږ ویشتم برید دی.

 د جنورۍ په ۳ مه ۱۴ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو ته خبرداری ورکړ چې که خپلو ګواښونو ته دوام ورکړي نو د پایلو مسوولیت به د دوئ په غاړه وي.

د ایران له ملاتړه برخمن حوثي ملیشو د غزې په جګړه کې له حماس ډلې د ملاتړ په لړ کې په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه زیات کړي دي.

حوثي یاغیانو ټینګار کړی چې ترهغې «به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو چې اسرائیل د غزې په تراړه کې شخړې نه وي بندې کړې.»

د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره، متحده ایالاتو له شلو څخه د ډیرو هیوادونو په ګډون یو نړیوال نظامي ایتلاف جوړ کړی دی.