1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: شل هیوادونه د سره سمندر په نړیوال ائیلاف کې شاملیږي

۱۴۰۲ دی ۱, جمعه

امریکا متحده ایالات وایي چې تر شلو ډیرو هیوادونو په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو په مقابل کې د کښتیو د خوندیتوب په خاطر له نړیوال ائتلاف سره د یوځای کیدو له پاره امادګي ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/4aV4v
U.S. Navy USS Carney
انځور: U.S. Naval Forces/AP/picture alliance

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د پنجشنبې په ورځ په سره بحیره کې د ایران له ملاتړ څخه برخمن حوثي یاغیانو د بریدونو په مقابل کې له سوداګریزو بیړیو څخه د حفاظت په خاطر د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف کې د شاملیدو خبر ورکړی دی. د پنټاګون په خبره ممکن ځنې نور هیوادونه هم له دې ائتلاف سره یوځای شي.

امریکا دری ورځې مخکې په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو په مقابل کې د ۱۰ هیوادونو د سمندري ځواکونو د ائتلاف رامنځته کیدو خبر ورکړی وو. په دې ائتلاف کې، چې د «رفاه د ساتنې عملیاتو» نوم ورته ورکړل شوی دی امریکا، کاناډا، بریتانیا، فرانسه، هالنډ، هسپانیا، ایټالیا، بحرین او متحده عربي امارات شامل دي.

دې ائتلاف د سره سمندر په سویل او عدن خلیج کې ګډې ګزمې پلان کړي دي. د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د حماس تر برید وروسته حوثیانو اعلان وکړ چې له حماس سره په پيوستون کې به پر هري هغې کښتۍ برید کوي چې له اسرائیل سره اړیکه ولري.

حوثیانو د نړیوالو کښتیو څيښتنانو ته هم خبرداری ورکړی دی چې د اسرائیل له بندرونو څخه دې استفاده نه کوي.

د رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د اسرائیل په ایلات بندر کې د کښتیو تګ راتګ ډیر کم شوی دی. د ایلات بندر مشر رویټرز ته ویلي دي چې په سره سمندر کې پر کښتیو د حوثیانو له برید راهیسې، په دې بندر کې تجارت شا او خوا ۸۵ سلنه کم شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز