1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په سره سمندرګي کې نړیوال پوځي ائتلاف جوړ کړ

۱۴۰۲ آذر ۲۸, سه‌شنبه

امریکا متحدو ایالاتو په سور سمندر کې پر سوداګریزو کښتیو د حوثي یاغیانو د بریدونو د مقابلې له پاره د لسو هيوادونو په ګډون یو پوځي ایتلاف جوړ کړ. د غزې د شخړې په اړه د امنیت شورا غونډه يوه بله ورځ وځنډول شوه.

https://p.dw.com/p/4aKcK
USS Carney
انځور: .S. Navy photo/abaca/picture alliance

په سره سمندر کې د حوثي یاغیانو د بریدونو سره د مقابلې له پاره لسو هېوادونو پوځي ایتلاف جوړ کړ. د امریکا دفاع وزارت په سره سمندرګي کې په سوداګریزو کښتیو د ایران له ملاتړه د برخمن د یمن حوثي یاغیانو د راکیټي او بې پيلوټه الوتکو د بریدونو سره د مقابلې له پاره د لسو هېوادونو د پوځي ځواکونو د ګډ ایتلاف د جوړیدو خبر ورکړ.

په دغه ائتلاف کې، چې د «هوساینې ساتونکي عملیات» نوم ورکړل شوی، د امریکا متحده ایالاتو په ګډون کاناډا، فرانسه، هالنډ، اسپانیا، ایټالیا، بحرین او متحده عربي امارات ګډون لري.

تمه کیږي چې ځینې هيوادونه به په ګډو ګزمو کې ګډون وکړي او ځينې نور به د سور سمندر په جنوب او عدن خلیج کې د معلوماتو په برخه کې د دې ائیتلاف ملاتړ وکړي.

په پنټاګون کې یوې سرچینې اسوشېتيد پریس خبري اژانس ته وویل، ځينو نورو هيوادونو هم له دې امنیتي ابتکار سره د یو ځای کیدو موافقه کړې وه، خو نه یې غوښتل چې نومونه یې په ډاګه شي.

حوثی یاغیانو د دوشنبې په ورځ د (دسمبر ۱۸) پر دوو نورو بار وړونکو کښتیو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

په وروستیو ورځو کې د سره سمندر په سیمه کې پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو شمېر زیات شوی دی. د یمن حوثي یاغیانو د دغو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستې دی.

د اکتوبر مياشتي پر اومه پر اسرائیل باندي د حماس ترهګرو تر برید وروسته، د یمن حوثیانو اعلان وکړ، چې د حماس سره د پیوستون له پاره به په هر ډول هغو کښتیو بریدونه وکړي چې له اسرائیل سره تړاو ولري.

بلینکن پر تجارتي کښتیو د یمن حوثیانو بریدونه وغندل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ (دسمبر۱۹) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره په تیلفوني اړیکه کې د سره سمندر نړیوالو اوبو کې پر سوداګریزو کښتیو د یمن حوثیانو بریدونه وغندل.

د بلینکن په داسي حال کي غبرګون ښودلی، چې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو اعلان وکړ چې پر دوو نورو کښتیو یې بریدونه کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې بلینکن په خپل تلیفوني تماس کې له ټولو شریکانو وغوښتل چې د سمندري امنیت په ساتلو کې همکاري وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ټیلفوني خبرو په اړه نور جزئیات نه دي نشر شوي.

د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه يوه ورځ وځنډول شوه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه قطنامې په اړه رایه اچونه چې غزې ته د ځمکې، سمندر او هوا له لارې د بشري مرستو رسول ممکنه کوي، د یوې ورځې له پاره وځنډول شوه.

ټاکل شوې ده چې د دغې قطعنامې په اړه رایه اچونه د دوشنبې په ورځ د(دسمبر ۱۹) ترسره شي.

د «هارتص»  په ګډون اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی دی چې د دې قطعنامې  برخلیک د متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو تر منځ په وروستیو مذاکراتو پورې تړاو لري چې د مسودې متن یې چمتو کړی.

د رایې اچونې یوه ورځ ځنډول له دې امله وو، چې په قطعنامه کې «د جګړې سمدستي پای ته رسیدو» یادونه شوې، خو په ښکاره توګه د حماس ډلې نوم نه دی په ډاګه شوی.