1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيیمن

امریکا او بریتانیې د حوثیانو ۱۵ بې پیلوټه الوتکې ويشتلې دي

۱۴۰۲ آذر ۲۶, یکشنبه

امریکا او بریتانیا وایي چې پر سره بحیره کې یې د حوثیانو ۱۵ یرغلیزې بې پیلوټه الوتکې راغورځولې دي. په ورته وخت کې د کښتۍ چلونې څو نړیوالو شرکتونو ویلي چې تر راتلونکې اطلاع پورې د سویز کانال له مسیره سفر نه کوي.

https://p.dw.com/p/4aGfh
USS Carney
انځور: .S. Navy photo/abaca/picture alliance

د امریکایي پوځ د قوماندې مرکز (سنټکام) د شنبې (د دسمبر میاشتې ۱۶ نیټه) په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له کنترولیدونکو توغندیو سره یې د سرې بحیرې دپاسه د یمن د حوثیانو له خوا توغول شوي ۱۴ بې پیلوټه الوتکې را غورځولې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بې پيلوټه الوتکې د USS کارني (DDG-۶۴) او آرلي برک کلاس، جنګي بیړیو دفاعي سیستم په وسیله لمنځه وړل شوي دي.

سنټکام یا د امریکايي پوځ د قوماندې مرکز په خپله اعلامیه کې دې خبرې ته د اشارې ترڅنګ چې دغه بې پیلوټه الوتکې په یمن کې د حوثیانو تر کنترول لاندې سیمې څخه توغول یا په اصطلاح الوځول شوي، ویلي: «په سیمه کې مستقرو کښتیو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.»

په ورته وخت کې د بریتانیې د دفاع وزیر ګرانت شاپس هم اعلان کړی دی چې د بریتانیا یوې جنګي بیړۍ SMH ډایمند، هم د شنبې په ورځ د سرې بحیرې دپاسه یوه مشکوکه بې پيلوټه الوتکه را نسکوره کړې ده. شاپس زیاته کړې ده چې بریتانیا به د بریدونو دفاع او له آزاد نړیوال تجارت څخه مخافظت ته ادامه ورکړي. خو نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د شنبې په ورځ د مصر «القاهره» تلویزوني شبکې رپوټ ورکړ چې د دغه هیواد د هوایي دفاع سیستم یوه ناپيژندل شوې بې پيلوټه الوتکه کشف او را نسکوره کړې ده.

په دې وروستیو ورځو کې د سرې بحیرې په آزادو اوبو کې په سوداګریزو کښتیو د حوثیانو بریدونه ډیر شوي دي.

د اکتوبر په ۷ نیټه پر اسرائیلو د حماس  تر برید وروسته حوثیانو چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي اعلان وکړ چې له حماس سره په پیوستون کې به، پر ټولو هغو کښتیو برید کوي چې له اسرائیل سره هر ډول تماس ولري.

مخکې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وو: «مونږ داسې شواهد په لاس کې لرو چې حوثیان له هغو وسلو سره حمله کوي، کوم چې ایران د دغې ډلې په اختیار کې ورکړي دي.»

حوثیانو یوازې د دسمبر په ۱۵ نیټه په دریو سوداګریزو کښتیو چې په سرې بحیرې کې په حرکت کې وې، برید کړی وو. دوی مخکې تر دې هم تجارتي کښتیو ته زیان اړولی وو.

د حوثي یاغیانو  له خوا د تشنج او نا امنیو د زیاتیدو په غبرګون کې د کښتۍ چلونې یو شمیر لویو نړیوالو سوداګریزو شرکتونو اعلان وکړ چې تر ثانوي اطلاع یا راتلونکې خبر پورې به د سرې بحیرې له مسیر څخه حرکت ونه کړي چې دا د زرګونو کیلومتره سمندري مسیر د اوږدېدو، د افریقا لویې وچې له پامه غورځولو او د حمل و نقل د لګښتونو د زیاتیدو په معنا ده.   

د مدیترانې په سمندرگي کې د ناټو د بیړۍ ګزمه

له دې ډلې کېدای شي د نړۍ د کانتینري لیږد رالیږد تر ټولو ستر سویسي شرکت «مدیترانه» (MSC)، د ډنمارک هیواد د کښتۍ چلونې شرکت «مولر- مرسک»، الماني شرکت «هاپاګ-لوید» او د فرانسې د کښتۍ چلونې شرکت «CMACGM» ته اشاره وشي. 

د یمن په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تیم لیندرکینګ، ویلي چې هیواد یې په سره بحیره کې د کښتیو د حفاظت له پاره د یوه ستر سمندري ائتلاف رامنځته کولو په کوښښ کې دی، څو حوثیانو ته دا پيغام واستول شي چې پر کښتیو د دوی بریدونه به ونه زغمل شي.

د دې په غبرګون کې د المان په پارلمان کې د دفاعي کمیټې مشرې ماري اګنس شټرک څیمرمن، په سره بحیره کې د کښتیو له آزاد تګ راتګ څخه په حفاظت کې د المان د سمندري ځواکونو له مشارکت څخه ملاتړ کړی دی.

نوموړۍ پر سوداګریزو کښتیو د حوثیانو د بریدونو دوام په غندلو سره ټینګار وکړ «باید د ترهګرو پر وړانې په کلکه ودریږو.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص