1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعراق

امريکا په عراق کې پر ایراني پلوه وسله والو بريدونه کړي

۱۴۰۲ دی ۵, سه‌شنبه

د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې له پېل راهېسې په عراق او سوريه کې پر امريکايي پوځي اډو د ايراني پلوه وسله والو بريدونو زور اخيستی دی. امريکا د دغه هېواد پر پوځي اډه تر تازه بريد وروسته پر وسله والو د بريد اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/4aa56
آرشیف انځور: عراق کې پيشمرګه ځواکونو ته د نقليه وسايل ورکړه
آرشیف انځور: عراق کې پيشمرګه ځواکونو ته د نقليه وسايل ورکړهانځور: Spc. Trevor Franklin/Us Army/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

دامريکا متحده ایالاتو پوځي چارواکو ويلي دي چې د دوشنبې په ورځ یې په عراق کې پر ايراني پلوه وسله والو بريدونه کړي دي.

دا بريدونه تر هغه وروسته شوي دي چې وسله والو د کردستان په شمال اربيل پوځي اډه کې درې امريکايي عسکر ټپيان کړل.

د کتائب حزب الله مليشې چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، پر امريکايي اډه د بريد مسئوليت منلې وو.

ايران پلوه ډلې په غزه کې د حماس وسله والې ډلې پر ضد د اسرائيل د روانو تهاجمي عملياتو مخالفت کوي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا د اسرائيل تر ټولو مهم متحد دی.

د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې له پېل راهېسې په عراق او سوريه کې د امريکا پر پوځ لږ تر لږه ۱۰۰ بريدونه شوي دي.

په اربيل کې د امريکا متحده ایالاتو دا پوځي اډه تر دې دمخه هم څو ځله هدف ګرځېدلې ده چې د اکتوبر د ۲۶ نیټې د ډرون بريد هم شامل دی چې له دافع هوا سيستم هم تېر شوی وو خو چاودلی نه وو. په دسمبر میاشت کې د امريکا د سفارت پر ودانۍ د هاوان بريد شوی وو.

امريکايي چارواکو د بريد په اړه څه ويلي؟

د امريکا د ملي امنيت شورا وياندې ادرينه واتسن وويل چې له ټپي شويو عسکرو څخه یې د يوه ټپونه ډېر ژور دي.

واتسن وويل: «[ولسمشر جو بایډن] د هغو امريکايي عسکرو د ساتنې څخه چې له خطر سره مامخ دي، هیڅ لوړ لومړيتوب نه لري.» هغې زياته کړه: «که چېرې دا بريدونه دوام پيدا کړي، نو امريکا متحده ايالات به يې د ډول او وخت په اړه داسي عمل وکړي چي موږ يې ټاکو.»

له داعش سره پخوانی بندي، اوس د ترهګرو په موندلو کې مرسته کوي

امريکايي چارواکو ويلي دي چې بريدونو یې احتمالاً «د کتائب الله حزب الله ډلې څو وسله وال» وژلي او ډېر تاسيسات ويجاړ کړي دي.

د امريکا د دفاع وزير لوېد استينويلي دي: «د امريکا پوځي ځواکونو د کتائب الله حزب الله ډلې او په عراق کې یې د پلوي ډلو له خوا پر کاريدونکو دريو تاسيساتو اړين او متناسب بريدونه کړي دي.»

د امريکا د مرکزي قوماندې مشر ماېکل اريک کوريلا وويل: «د دې بریدونو موخه د هغو عناصرو څخه حساب اخيستل وو چې په عراق او سوريه کې پر ائتلافي ځواکونو د بريدونو مستقيم مسئوليت لري او دا چې بريدونو ته د دوام ورکولو توان یې راکم کړای شي.»

هغه وويل: «موږ به تل د خپلو عسکرو ساتنه وکړو.»

د سیمه ایزو رسنيو د رپوټونو په حواله د دوشنبې په سهار وختي، د سوریې پلازمينې دمشق ته څېرمه د اسرائيل يوه هوایي بريد يو لوړپوړی ایرانی جنرال وژلی دی. تر دې وروسته په سيمه کې ایراني پلوه وسله والو ډلو ويلي ول چې د هغه د مړينې غچ به واخلي.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters, afp)

زموږ له آرشيف څخه:

هنري توکي- د داعش د پيسو سرچينه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب