1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستلبنان

اسرائیل د حزب الله پر اهدافو بریدونه کړي دي

۱۴۰۳ فروردین ۵, یکشنبه

اسرائیلي پوځ د لبنان د حزب الله ملیشه و پر اهدافو بریدونه کړي دي. حزب الله هم د متقابل برید په ترڅ کې شا او خوا ۵۰ توغندي د اسرئیلو پر لور توغولي دي.

https://p.dw.com/p/4e4XF
Grenze Israel-Libanon | Raketen aus dem Libanon auf Israel
انځور: Jalaa Marey/AFP/Getty Images

اسرائیلي ځواکونو د یکشنبې په سهار د حزب الله پر ملیشه و چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي، برید کړی دی. دغو ځواکونو په خپل تلګرام شبکه کې لیکلي دي: «د اسرائیلي پوځ جنګي الوتکو د شنبې په شپه د لبنان په ختیځ بعلبک سیمه کې د حزب الله د وسلو د تولید یو مرکز په نخښه کړی دی.»

سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په دې برید کې دری تنه ټپیان شوي دي. بعلبک د حزب الله یو له سنګرونو څخه شمیرل کیږي چې له لبنان سره د اسرائیلو د سرحد په شا او خوا ۱۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

اسرائیلي پوځ زیاته کړې ده چې تر دې برید وروسته د لبنان حزب الله هم شا او خوا ۵۰ توغندي د اسرائیلو پر لور توغولي دي. اسرائیلي ځواکونو زیاته کړې ده چې یو شمیر توغندي یې خنثی کړي او یو شمیر نور یې په خلاصو سیمو کې لګیدلي دي. د دغه برید د تلفاتو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د تیر کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د حماس تر برید وروسته چې عام خلک په کې ووژل شول، تقریباً هره ورځ د حزب الله چې د حماس متحد دی او اسرائیلو ترمنځ متقابل بریدونه ترسره کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح

په لبنان کې د ډیرو سوریایي مهاجرو ماشومان مجبوره دي کار وکړي