1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل په سوریې کې د حزب الله پر مرکزونو برید کړی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۴, دوشنبه

د «سوریې د بشري حقونو سازمان» په ګډون یو شمیر رسنیو د سوریې په قنیطره سیمه کې د حزب الله ملیشه ځواکونو پر مرکزونو، چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي د اسرائیل د هوایي بریدونو خبر ورکړی دی. اسرائیل دغه خبر نه دی تائید کړی.

https://p.dw.com/p/4QTVf
Syrien Damaskus Luftabwehrrakete
انځور د دویچه ویله له آرشیف څخه د سوریې دمشقانځور: picture-alliance/AP Photo/Sana

د سوریې د بشري حقونو لندن میشته سازمان رپوټ ورکړی دی د اسرائیلي پوځ د دوشنبې (د اپریل میاشتې ۲۴ نیټه) په سهار اسرائیلي پوځ د گولان غونډيو ته نږدې په قنیطره سیمه کې د قرص النفل تپې دپاسه د لبنان د ملیشه ځواکونو مرکزونه په نښه کړي دي. 

ایران او روسیې د دمشق پر هوایي ډګر د اسرائیلو برید غندلی دی

د اسرائیل «کان» شبکې او د بشار الاسد پورې تړلې راډیوي شبکې «شام آف ام» هم د دغو بریدونو خبر په هکله رپوټونه ورکړي دي. د سوریې دولتي خبري آژانس «سانا»، چې ډیري وختونه د اسرائیل پورې د منتسب بریدونو په هکله رپوټ ورکوي، تر اوسه پورې دغه بریدونه چې ویل کیږي د دوشنبې په سهار شوي دي، نه دي تائید کړي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

د روسیې د عربي ژبې څانګې خبري آژانس «سپوتنیک» چې ډیری وختونه د مسکو دولت د تبلیغاتي کانال په توګه فعالیت کوي، د دوشنبې ورځې د سهار وختي چاودنو علت یې د «اسرائیل تیری» بللی او د سوریې د یوه امنیتي سرچینې په حواله یي رپوټ ورکړی دی چې سوریایي چارواکي له یوه رسمي اعلان څخه مخکې د اوښتو زیانونو د ارزونې په حال کې دي.

د سوریې د بشري حقونو سازمان په حواله تر اوسه پورې د دغو بریدونو له امله د اوښتي ځاني او مالي تاوانونو په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

په داسې حال کې چې اسرائیل د یوې قاعدې په توګه په سوریې کې د خاصو بریدونو په هکله خپل نظر نه څرګندوي، خو سره له دې هم پوځي چارواکو اعتراف کړی دی چې په تیرو لسو کلونو کې یې د ایران له ملاتړ څخه د هغو برخمنو ډلو پر وړاندې په لسګونو عملیات ترسره کړي دي چې په سوریې کې یې د پښې ايښودلو له پاره د ځای پیدا کولو هڅه کوله.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د هغو بریدونو په ترڅ کې چې ورته د اسرائیل پورې نسبت ورکیږي په وار وار د سوریې د هوایي دفاع دستګاوې په نښه کړای شوي دي.

اسرائیل په سوریې کې د ایراني ځواکونو پر سنګرونو برید کړی

په همدې منځ کې د «بامداد دوشنبه» خبري شبکې په یوه جلا رپوټ کې ویلي دي چې د اصفهان ښار ته نږدې یوه نظامي اډه کې د هوایي دفاع سیستم فعاله کړای شوی دی. د «ټایمز اف اسرائیل» خبري سایټ د دې خبر په خپرولو سره لیکلي دي: په ټولنیزو شبکو کې ناتائيد شوي رپوټونه وایي چې د یوه مشکوک بی پيلوټه الوتکې د مخنیوي په خاطر د سپاه پاسداران پوځي اډې ته نږدې د هوایي دفاع یوه دستګاه فعاله کړای شوې ده. د ایران داخلي رسنیو تر اوسه پورې په دې اړه کوم رپوټ نه دی خپور کړی.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص