1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزادياروپا

ډنمارک د قران کریم د سوځولو مخنیوي پر قانوني لارو غور کوي

۱۴۰۲ مرداد ۹, دوشنبه

د ډنمارک حکومت پر هغو قانوني لارو له سره غور کوي، څو د دې هېواد ادارې وکړای شي د معترضینو له لوري د اسلامي هېوادونو د سفارتونو مخې ته د قران کریم د سوځولو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/4UabA
د یمن په صنعا کې د قران سوځولو په غبرګون کې لاریون
د یمن په صنعا کې د قران سوځولو په غبرګون کې لاریونانځور: Khaled Abdullah/REUTERS

د ډنمارک د باندنیو چارو وزیر لارس لوکه راسموسن د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد ملي خپرونې «ان آر» ته وویل، اوس پر دې ټکي غور کوي چې حکومت یې تر کومه بریده مداخله کولی شي، څو د دا وړ پېښو مخه ونیول شي.

دا خبر وروسته له هغې خپرېږي چې په وروستیو اونیو کې په سویډن او ډنمارک کې د قران کریم له سوځولو وروسته ډېرو اسلامي هېوادونو کې لاریونونه وشول.

سعودي عربستان او عراق د اسلامي همکاریو له سازمانه، چې په جده کې مېشت دی، غوښتي دي چې د دوشنبې په ورځ په سویډن او ډنمارک کې د قران کریم د سپکاوي په اړه غونډه وکړي. څو نورو اسلامي هيوادونو بیا د سویډني تولیداتو پر پېرلو بندیز لګولی دی.

تهران؛ خلکو سویډین کې د قران کریم سوځولو غبرګون کې لاریون کړی.
تهران؛ خلکو سویډین کې د قران کریم سوځولو غبرګون کې لاریون کړی.انځور: Vahid Salemi/AP/picture alliance

د ډنمارک بهرنیو چارو وزیر څه ویلي؟

ډنمارک او سویډن دواړو د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب سوځول غندلي دي؛ خو ټینګار یې کړی دی چې لاسونه يې د هغو قوانینو پر وړاندي تړلي دي چې د بيان آزادي تضمينوي.

راسموسن د یکشنبې په ورځ څرګندونو کې ویلي دي چې حکومت یې د خپلې مداخلې کچې ته بیا کتنه کوي«په ځانګړیو حالاتو کې، د بېلګې په توګه، کله چې د نورو هېوادونو، کلتورونو او مذهبونو سپکاوي کېږي، په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې او په هغو مواردو کې چې دا کړنې د ډنمارک له پاره د پام وړ منفي پایلې ولري.

په ډنمارک کي د عراق سفارت مخې ته قران کریم ته اور اچول شوی

د ډنمارک د باندنیو چارو وزیر زیاته کړې: «د یو څو کسانو له لوري د قران سوځول یو ژور توند او غیرمحتاطانه کار دی. دا څو کسان د هغو ارزښتونو استازیتوب نه کوي، چې پر هغې د ډنمارک ټولنه جوړه شوې ده.»

راسموسن ټینګار کړی، چې په دې اړه هر ډول اقدامات به د بیان ازادۍ په اډانه کې وي، چې په اساسي قانون کې تضمین شوي او په داسې طریقه چې دې واقعیت ته بدلون ور نه کړي، چې ډنمارک د بیان پراخه ازادي لري.

پاکستان؛ د جماعت علمای اسلام پلویانو د قران کریم سوځولو پر ضد لاریون.
پاکستان؛ د جماعت علمای اسلام پلویانو د قران کریم سوځولو پر ضد لاریون.انځور: Arshad Butt/AP Photo/picture alliance

سویډن څه ویلي؟

په همدې حال کې د یکشنبې په ورځ د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون ویلي، چې له خپل ډنمارکي سیال سره یې په دې اړه خبرې کړي او دواړو ویلي، چې حالت خطرناک دی.

کریسټرسون پر خپل انستاګرام کې د «تدابیرو د اړتیا» په اړه ویلي او لیکلي یې دي: «بالاخره دا موضوع د ازادو ټولنو، ډیموکراسۍ او زموږ د هيوادوالو د ازادۍ او امنیت د حقونو په اړه ده.»

د قران کریم د سپکاوي پر ضد لاریونونه په ځانګړي ډول د سویډن له پاره ستونزې جوړوي؛ ځکه شاوخوا یو کال کېږي ترکیه په ناټو کې د سویډن د غړیتوب مخنیوی کوي. ترکیه له هغو هېوادونو ده، چې د قران کریم سوځول یې په کلکه غندلي دي.

د جولای په لومړیو کې سویډن اعلان وکړ، چې د عامه نظم قانون سمونه په پام کې نیسي، څو پولیس وشي کولی د هغو لاریونونو مخه ونیسي، چې د دغې هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب