1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزادياروپا

ډنمارک اوس یو چپي- ښی اړخی حکومت لري

۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

ډنمارک به په راتلونکي کي د صدراعظمي، میټه فریدریکشن په رهبرۍ یو چپي- ښی اړخي ائیتلافي حکومت ولري.

https://p.dw.com/p/4KuJb
Mette Frederiksen
انځور: Sergei Grits/AP/dpa/picture alliance

تر رامخته سوو پارلماني انتخاباتو شپږ هفتې وروسته د فریدریکشن سوسیال دیموکراتانو د لیبرالانو او منځلاري حزب سره پر یوه ګډ پروګرام باندي موافقه وکړه. په خبره یې هغوی کوښښ کوي لا ډیر خلګ په کار واچوي، اصلاحات راولي او لوړو اقلیمي اهدافو ته ورسیږي. 
دغه درې حزبونه، چي د پارلمان د ۱۷۹ چوکیو څخه مجموعاً ۸۹ په اختیار کي لري، غواړي د خپل پروګرام جزئیات نن چهارشنبه په کوپنهاګن کي وړاندي کړي.