1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيیمن

پر بريتانوي کشتۍ د حوثي ياغیانو حمله؛ سمندر کې تيل خوشي شوي

۱۴۰۲ اسفند ۵, شنبه

حوثي ياغیانو په سره بحېره کې بريتانيا پورې اړوندې ېوې کښتۍ باندې حمله کړې، چې له کبله د سمندر په نژدې ۳۰ کيلومتره اوبو کې تېل خپاره شوي دي. په منځني ختيځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنتکام دغه پېښه تائيد کړې ده.

https://p.dw.com/p/4cpmn
د سنتکام له خوا خپور شوی انځور چې په سره بحیره کې له ویشتل شوې کشتۍ څخه لیک شوي تيل ښيي
د سنتکام له خوا خپور شوی انځور چې په سره بحیره کې له ویشتل شوې کشتۍ څخه لیک شوي تيل ښييانځور: US Central Command/AFP

د آلمان خبري آژانس په حواله، دامریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې د بلیز بیرغ لېږدونکې روبیمار (The Rubymar) کښتۍ باندې د فبرورۍ پر ۱۸مه برید شوی وو. قوماندانۍ زیاته کړې چې دغې کشتۍ«لنګر اچولی وو، خو ورو ورو په کې اوبه ورداخلې شوې.»

حوثي یاغيان چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، د دوشنبې په ورځ ېې ويلي وو چې په عدن خليج کې ېې د بریتانيا یوه کشتۍ په نخښه کړې ده. دغې جنګيالۍ ډلې ادعا کړې وه چې کښتۍ څو ځایه تخریب شوې چې کېدای شي ډوبه شي.

سنتکام هم ويلي دي چې کشتۍ ته «د پام وړ زیان» اوښتی چې له کبله ېې د سمندر په ۱۸ مایله ساحه کې چې شاوخوا ۲۹ کیلومتره کيږي، تيل خپاره شوي دي.

په اعلامیه کې زياته شوې چې «ام/وې روبیمار څه باندې ۴۱زره ټنه کیمياوي سره انتقالوله، چې پرې حمله وشوه.» اندېښنه ښوول شوې چې کېدای شي په کشتۍ کې بار سره بحیرې ته سرایت وکړي چې ورسره به چاپيرېالي فاجعه لاپسې بدتره کړي.

رپوټ وايي حوثي ياغیان په سره بحېره کې له دې کبله پر نړیوالو ترانسپورټي کشتیو حملې کوي تر څو ېې پر اسرائيل اړ شي چې په غزه کې خپلې حملې ودروي
رپوټ وايي حوثي ياغیان په سره بحېره کې له دې کبله پر نړیوالو ترانسپورټي کشتیو حملې کوي تر څو ېې پر اسرائيل اړ شي چې په غزه کې خپلې حملې ودرويانځور: Indian Navy /AP/picture alliance

د امریکا مرکزي قوماندانۍ حوثي یاغیان تورنوي چې دغه ډله ښيي چې «په سیمه کې د خپلو بې توپيره بریدونو د ناوړه پایلو پروا نلري [کوم چې ورسره] د کب نیونې صنعت، ساحلې ټولنې او د غذايي موادو واردات ګواښل کيږي.»

سنتکام په یوه بله جلا اعلاميه کې ويلي دي چې د دوی ځواکونو د جمعې په ورځ د یمن په هغو سیمو کې چې د حوثي یاغيانو تر کنټرول لاندې دي د کشتيو ضد ۷ سیار کروز توغندي له منځه وړي دي. په اعلاميه کې زیاته شوې چې دغه توغندي «د سرې بحېرې پر لور د توغولو له پاره چمتو کړل شوي ول.»

آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې وايي چې حوثي ياغیان په سرې بحېره کې پر ترانسپورتي کشتيو بریدونه په غزې تړانګه کې د حماس پر ضد د اسرائيلي ځواکونو له حملو سره تړي، په داسې حال کې چې تر حملو لاندې راغلې اکثره کشتۍ له یاد هېواد سره هېڅ تړاو نه لري. سرچينه وايي حوثي ياغیان ځکه دغه حملې کوي تر څو ېې پر اسرائيل ځواکونو فشار وارد کړی وی چې په غزه کې خپلې حملې ودروي.

د حماس وسلواله ډله د نورو هېوادونو سربیره د امريکا متحده ايالاتو، آلمان، اسرائيل او اروپايي ټولنې له خوا د تروريستي سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

(dpa)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل