1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل د غزې تراډې په مرکزي برخه کې خپل عمليات شديد کړي

۱۴۰۲ دی ۱۱, دوشنبه

اسرائيل د فلسطينيانو د سيمې پر مرکزي ښارګوټو مغازي او بريج بريدونه پېل کړي دي. په دې منځ کې په استانبول کې د غزې په ملاتړ پراخ مارش شوی.

https://p.dw.com/p/4am58
د اسرائيل او غزې تراډې ترمنځ سرحدي س
د اسرائيل او غزې تراډې ترمنځ سرحدي سیمهانځور: Amir Cohen/REUTERS

د سيمې د اوسېدونکو او روغتيايي کارکوونکو په حواله د اسرائيل جټ الوتکو د غزې تراړې پر مرکزي برخه بريدونو ته زور ورکړی دی.

پر مغازي او بريج ښارګوټو دې بريدونو په يوه کور کې لس کسان وژلي دي.

په دې منځ کې د شپې له غزې څخه د اسرائيل پر مرکزي برخه فاير شوي راکټونه د خطر د زنګ باعث شوي دي. په تل ابيب کې د خطر دې زنګونو هغه خلک چې د نوي کال د لمانځلو له پاره سړکونو ته راوتلي ول، پناه اخيستو ته مجبور کړل.

په داسې حال کې چې د اسرائيل رسنیو د دافع هوا سیسټم له لوري د يو شمير راکټونو د مخې د نيول کیدو انځورونه خپاره کړي، د کومې سيمې په مستقيم ډول په راکټ لګېدو رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

د حماس وسله والې ډلې نظامي څانګې عز الدين القسام ځواکونو ويلي دي چې راکټونه دوی په غزه کې د «ملکيانو د قتل عام پر ضد» د غچ اخيستنې په موخه فایر کړي دي.

حماس وسله واله ډله د اسرائيل، امريکا متحده ایالاتو، آلمان، اروپايي ټولني او ځينو نورو هيوادونو له خوا د ترهګرۍ ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

په استانبول کې د غزې په ملاتړ پراخ مارش

د دوشنبې په ورځ د استانبول له اوسيدونکو څخه غوښتل شوي ول چې د سهار تر لمانځه وروسته دې د غزې تړانګې د اوسېدونکو په ملاتړ په يوه مظاهره کې ګډون وکړي.

د مظاهرې تنظيموونکو ويلي ول چې دوی تر سلو زرو ډېرو ګډونوالو ته په تمه دي.

په استانبول کې له فلسطينيانو سره د پيوستون مارش
په استانبول کې له فلسطينيانو سره د پيوستون مارشانځور: Emrah Gurel/AP/picture alliance

د ترکیې د ولسمشر رجب طيب اردوغان، زوی بلال اردوغان، دې غونډې ته وينا وکړه او د اردوغان د برحاله حکومتي ګوند «ای کی پي» يو شمیر لوړپوړو غړيو په دې مظاهره کې ګډون کړی وو.

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟

د ترکیې د «جمهوريت» په نوم ورځپاڼې د بلال اردوغان، نقل قول راخيستی وو چې پر خلکو د اسرائيل «تحريم» ته د دوام ورکولو غږ کړی دی.

اردوغان د اکتوبر مياشتي پر ۷ نېټه پر اسرائيل باندي د حماس تر بريدونو وروسته د اسرائيل پر ځوابي عملياتو څرګندې نيوکې کوي او ادعا کوي چې اسرائيل په قصدي توګه او بې له کومه توپيره ملکيان وژني.

ب. ص/ ن.ز (AP, AFP, Reuters, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب