1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« تر ۶۳ زره ډېر کسان د مهاجرت په مسیر کې مړه یا لادرکه شوي»

۱۴۰۳ فروردین ۸, چهارشنبه

د مهاجرت نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۳م کالونو په منځ کې په نړیواله کچه د مهاجرت په مسیر کې لږ تر لږه ۶۳۲۸۵ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم لادرکه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4eAUC
Libyen I Rettung von Migranten im zentralen Mittelmeer
لږ تر لږه ۷۲۹ مهاجرو د تونس ساحل ته نږدې خپل ژوند له لاسه ورکړی دیانځور: Johanna de Tessieres/SOS Mediterranee/AP/picture alliance

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په خپل یوه رپوټ کې چې د لادرکه شوو مهاجرو اړوند یې خپور کړی دی، ویلي دي چې د مړینې او لادرکه کیدو تر ټولو ډیرې پيښې په مدیترانې کې رامنځته شوي دي چې شمیر یې ۲۸۸۵۴ ته رسیږي او تر دې وروسته په ترتیب سره بیا اسیا او افریقا راځي.

د مړينو نږدې ۶۰ سلنه ثبت شوي موارد په سمندر کې د ډوبیدو اړوند دي چې تر یو پر دریمه ډېره برخه یې په شخړو کې د ښکیلو هیوادونو لکه افغانستان، میانمار، سوریه او اتیوپیا هیوادونو اتباع دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان شمیرې ښیې چې په دې وروستۍ لسیزه کې د مهاجرو له پاره تر ټولو مرګونی کال ۲۰۲۳ وو چې په هغې کې د مهاجرو د مړينې ۸۵۴۱ موارده ثبت شوي دي چې لامل یې قسماً په مدیترانې سمندر کې د تلفاتو د زیاتیدو له کبله وو.

په رپوټ کې تشریح شوې ده: «د مړينې د پيښو زیاتیدل احتمالاً د سفر د مواردو د ډیریدو او په دې ترتیب سره د تونس ساحل ته نږدې د کښتیو د ډوبیدو په دلیل وو.»

په دې رپوت کې زیاته شوې ده چې لږ تر لږه ۷۲۹ مهاجرو د تونس ساحل ته نږدې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې دغه شمیر بیا په ۲۰۲۲م کال کې ۴۶۲ وو: «تر دې مخکې ټولو کلونو کې د مړينې ډېر موارد د مرکزي مدیترانې سمندر کې د لیبیا ساحل مخته ثبت شوي دي.»

له غير قانوني لارو مهاجرت، د ټول عمر پښېماني

دا چې په تیرو کلونو کې د ټولې اروپا په کچه د مهاجرت ضد ګوندونو نفوذ ډیر شوی دی، نو حکومتونو هڅه کړې ده چې مدیترانې سمندر ته نږدې هیوادونو لکه تونس او مصر ته د مالي مرستو په منلو سره د مهاجرت څپه مهار کړي.

اروپايي اتحادیي د روانې میاشتې په لومړیو کې ژمنه وکړه چې مصر ته ۷،۴ میلیارده یورو چې د ۸ میلیارده ډالرو معادل کیږي د مرستې بسته ورکوي چې د ایټاليا لومړۍ وزیري جورجا میلوني ترینه د «مهاجرت پر لړۍ د لاس بري کیدو له پاره د بهترین انتخاب» په توګه یادونه کړې ده.

د ایټاليا، هنګري او بريتانيا په ګډون د ډېرو اروپایي هیوادونو حکومتونو د مهاجرت لړۍ مهارولو ته په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځای ورکړی دی.

په همدې منځ کې ښي اړخي افراطي ګوندونو لکه د مارین لوپن په رهبرۍ «د فرانسې ملي جبهې» ګوند ډیر محبوبیت ترلاسه کړی دی.

مذهبي مشران د هغو کسانو له ډلې څخه دي چې خلک له مهاجرو سره ډېري خواخوږۍ ته را بولي. د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د مهاجرو له پاره د «مرګ په بحیرې» د مدیترانې سمندر د بدلیدو د مخنوي په خاطر د ټولې اروپا په کچه د ګډ اقدام غوښتنه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز