1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفرافریقا

د تونس ساحلي ساتونکو د ۷۰ مهاجرو جسدونه له اوبو را ایستلي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

د تونس ساحلي ساتونکو ویلي دي چې د جمعې له ورځې راهیسې یې د دغه هیواد له اوبو څخه د ۷۰ مهاجرو جسدونه را ایستلي دي. د چارواکو په وینا، د دوشنبې په ورځ د کډوالو دوه کښتۍ صفاقس ښار ته نږدې ډوبې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4QXCr
سمبولیک عکس I تونس - کډوال ـ د سمندري ژغورونکي
سمبولیک عکس I تونس - کډوال ـ سمندري ژغورونکيانځور: Leon Salner/Resqship/picture alliance

د تونس یوه حکومتي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې هېواد ساحلي ساتونکو د جمعې له ورځې راهیسې دغه هېواد ته له نږدې اوبو څخه د لږ تر لږه ۷۰ مهاجرو مړي را ایستلي دي.

د عدليې یوه چارواکي فوزي ماسمودي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د صفاقس ساحلي ښار ته څیرمه دوه کښتۍ ډوبې شوې دي. هغه زیاته کړي: «د صفاقس روغتون سړې خونې د مهاجرینو د زیات شمیر جسدونو له امله ډکې شوي دي.»

د مهاجرو د دوو کښتیو ډوبیدو په پایله کې ۴ تنه مړه او ۲۳ لادرکه دي

د ماسمودي په خبره »د جسدونو انباریدل د عمومي روغتیا له پاره خطر دی.« زیاته شوې ده چې د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه ۴۷ مهاجر چې په سمندر کې له بیړني حالت سره مخامخ وو، ژغورل شوي دي.

په دې وروستیو کې د لیبیا پر ځای تونس اروپا ته د مهاجرینو د خطرناک سفر د پیل ځای ګرځېدلی دی. دغه کډوال  له افریقا او منځني ختیځ څخه د بې وزلۍ او جګړو له وجې تښتېدلي او اروپا ته د رسېدو هڅه کوي.

د مهاجرو په تړاو غونډه: د آلمان ښارونه له سخت فشار سره مخ دي

د تونس ملي ګارد ویلي دي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۱۴۰۰۰ څخه زیات کسان په ځانګړې توګه چې د افریقا د صحرا په جنوب کې له پرتو هیوادونو سره تړاو لري د پولیسو له خوا نیول شوي او یا ژغورل شوي دي. دغه احصایه د تېر کال د همدې مودې په پرتله پنځه واره زیاتوالی ښيي.

اوسمهال ډیر شمیر مهاجر اروپا ته د رسیدو له پاره د مدیترانې په خطرناکه لاره سفر کوي. دغه کښتۍ هم ډير کله زړې او له کاره لويدلي وي، چې تل ډير شمير مهاجر پر دغه لاره د سفر پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.