1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان کي ټاکني؛ انټرنټي شبکې اخلال او سرحدونه تړل شوي دي

۱۴۰۲ بهمن ۱۹, پنجشنبه

په پاکستان کې د ټاکنو په ورځ د چارواکو له خوا د انټرنټ او موبايل شبکې اخلال کړل شوي دي. د دې تر څنگ د دغه هيواد سرحدونه هم تړل شوي.

https://p.dw.com/p/4c9tm
Pakistan Wahlen
پاکستان کې د پارلماني ټاکنو بهير سهار اته بجې پېل شوانځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

په پاکستان کې نن د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴ کال د فبروۍ ۸) پارلماني او ايالتي يا صوبايي ټاکنې تر سره کيږي. تر ټاکنو يوه ورځ مخکې چاودنو کې تر ۲۵ زيات انسانان ووژل شول. په داسي حال کې چې د دغه هيواد پخوانی لومړی وزير عمران خان د خپلو يو شمېر نورو سياسي ملگرو په شمول په زندان کې دی، تحريک انصاف ګوند يې د ټاکنو د چمتووالي پر څرنگوالي نيوکي کړي وې.

د بيلو خبري آژانسونو د خبرونو له مخې د پاکستان چارواکو د پارلماني ټاکنو په ورځ انټرنټي او موبايل شبکې په زيات شمير سيمو کې اخلال کړي دي. په ژوندۍ بڼه د انټرنټي شبکو په تړاو معلوماتي منابعو ښودلې ده چې د دغه هيواد په زياتو سيمو کې د انټرنټ پرچاوي رامنځته شوي.

دا معلومات د نېټ بلوکس په نوم سازمان ورکړي دي. دغه سازمان د انټرنټي شبکو د بندېدونو د څار له پاره پېژندل کيږي. نېټ بلوکس خپل دغه معلومات پر خواله رسنۍ ايکس (پخوانی ټويټر) باندې خپاره کړي دي.

د ياد سازمان په وينا په پاکستان کې د ټاکنو په ورځ په داسې حال کې انټرنټ اخلال کيږي چې »له مياشتو راهيسي د مخالف ګوند په وړاندې ډيجيټالي سانسور ادامه لرلې ده.« د نېټ بلوکس سازمان غړو د آلمان خبري آژانس ته ياد او د موبايل شبکو د اخلال په تړاو معلومات ورکړي او تائيد کړي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزات ادعا کړې ده چې د رايه ورکوونکو د امنيت په خاطر يې ياد اقدامات کړي دي. دا د هغه څخه يوه ورځ وروسته چې په ناقراره ايالت سويل لوېديځ کې دوه خونړي بريدونه وشول. د دواړو بريدونه پړه د داعش ډلې پر غاړه اخيستې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د گاونډي هيواد افغانستان سره يې خپل سرحدونه د جمعې تر ورځې تړلي دي.

د پاکستان ننۍ ټاکنې د نوي پارلمان له پاره تر سره کيږي. دا په داسي حال کې ده چې په دغه هيواد کې امنيتي وضعيت ښه نه دی. د ټاکنو د مراکزو د ساتنې په مقصد ۶۰۰ پوليس او عسکر په دنده گومارل شوي دي. کتونکو په تکراري توگه په دغه اټوم لرونکي هيواد کې له غيرمنصفانه ټاکنو څخه خبرداری ورکړی و. د بشري حقونو سازمانونو د پاکستان چارسنبالی حکومت دې ته رابللی و چې د رايه اچونې پر وخت انټرنټ ته لاسرسی محدود نه کړي.

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف (د ۲۰۲۳ کال د می لسمه نېټه) څخه انځوريز راپور: