1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان؛د نوماندانو دفترونو مخې ته چاودنو ۲۴ کسان وژلي

۱۴۰۲ بهمن ۱۸, چهارشنبه

په پاکستان کې له ټاکنو یوه ورځ مخکې د یوه خپلواک نوماند ټاکنیز دفتر مخې ته بمي چاودنې ۱۲ کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4c7hQ
Pakistan Lahore | Sicherheitskräfte vor den Wahlen
د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي تائید کړې ده چې په دې چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي. انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د جمال الدین په نوم یوه سیمه ايز چارواکي وویل، د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان د نا امنه ایالت په بهار ښارګوټي کې بمي چاودنې د انتخاباتو یو خپلواک نوماند په نښه کړ.

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي تائید کړې ده چې په دې چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

له ځايي روغتونه يوه ډاکټر حبيب خان ځايي رسنيو ته ويلي دي چې په دغه بريد کې تر ۳۰ ډېر کسان ټپيان شوي او د درملنې له پاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

جمال الدين وويل، تر اوسه څرګنده نه ده، چې چاودنه ځانمرګى بريداو که چاودېدونکي توکي په سيمه کې ځاى پر ځاى شوي ول.

دغه ځایي چارواكی وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې په ټاكنو كې د سيمه ايزې حوزې خپلواک نوماند اسفنديار كاكړ د چاودنې پر مهال په خپل دفتر كې و که نه.

پاکستاني چارواکو لا دمخه اعلان کړی و چې د رای ورکولو د مرکزونو امنیت خورا ټینګ کړي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو پخوا د پاکستان تحریک طالبان ډلې او بلوڅ بېلتون غوښتونکو د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

د پاکستانعمومي ټاکنې سبا پنجشنبه (۲۰۲۴م کال د فبرورۍ ۸) ترسره کېږي او نوماندانو د سې شنبې په ورځ خپل ټاکنیز کمپاین پای ته ورساوه.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په پاکستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. دا تاوتریخوالی په عمده توګه په دوو ناکراره ایالتونو بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې چې له افغانستان سره پوله لري، ترسره شوی.

af/pa/zn (dpa, Reuters)

په پاکستان کي د ټاکنو جريان