1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو شمېر افغان مېرمني غرب د دوی په نه ملاتړ تورنوي

۱۴۰۲ دی ۷, پنجشنبه

افغان فعاله ريتا صافۍ پر غربي حکومتونو تور لګوي چې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته ېې له افغان مېرمنو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي. هغه وايي مشره خور ېې طالبانو وژلې، خو که لوېديځوالو مرسته کړې وای، اوس به ژوندۍ وای.

https://p.dw.com/p/4aere
د آرشیف انځور - یو شمېر افغان مېرمنې په کابل کې د سینګارتونو د تړلو په غبرګون کې واټ ته راوتلي
د آرشیف انځور - یو شمېر افغان مېرمنې په کابل کې د سینګارتونو د تړلو په غبرګون کې واټ ته راوتليانځور: AFP/Getty Images

مېرمن صافۍ وايي چې مشره خور ېې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو دوې میاشتې وروسته ووژل شوه، او د غربي حکومتونو د ناغېړیو په تړاو ډېر تند الفاظ لري.

په خپله ريتا صافۍ توانېدلې ده چې تر فرانسې ځان ورسوي. هغه اوس هلته د پناه اخيستنې په لټه کې ده. خو له مشرې خور فروزان، سره چې هغه هم د ښځو د حقونو مدافع وه، بخت یاري ونه کړه.

فروزان چې دافغانستان د شمالي ولایت بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ښځو د حقونو دايمي مدافع وه، مړی ېېد ۲۰۲۱م کال په اکتوبر مياشت کې د طالبانو د بیاواکمنۍ صرف دوې میاشتې وروسته وموندل شو.

۲۹کلنه ریتا صافۍ چې د پاريس له ښاره بهر په یوه سرپناه کې ېې د فرانسې خبري آژانس سره خبرې کولې، وويل که چېرته غربي حکومتونو پر خپلو ژمنو عمل کړی وای، اوس به ېې خور ژوندۍ وای.

هغه وايي: «دوی موږ ته وايي چې زموږ ملاتړ کوي، خو دا یوازې خبرې دي. هغوی موږ یوازې پرېښودو او همدا دليل دی چې ما مې خپله خور له لاسه ورکړه.»

په افغانستان کې طالبان پر ښځو د کار او تعلیم په ګډون په ډېرو برخو کې محدودیتونه لګولي دي، د ښځو د اعتراضونو سربېره طالبانو په خپل سیاست کې نرمښت ندی راوستی
په افغانستان کې طالبان پر ښځو د کار او تعلیم په ګډون په ډېرو برخو کې محدودیتونه لګولي دي، د ښځو د اعتراضونو سربېره طالبانو په خپل سیاست کې نرمښت ندی راوستیانځور: HOSHANG HASHIMI/AFP

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې کله چې کابل طالبانو ونیو، ريتا صافۍ په دې فکر کې وه چې غربي قدرتونو به د افغان مېرمنو پوره ملاتړ کوي، خو هغسې و نه شوه. د ښځو د یو لوی اکثریت نوملړ له افغانستان څخه د رايستلو په پروګرام کې شامل نه شو او له افغانستانه د امریکا او د هغوی د متحدینو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پرېښودل شوې.

مېرمن صافۍ یاد آژانس ته په خپل موبایل کې د فروزان یو انځور ښي چې په تابوت کې په سور ټوکر کې پېچلې اېښې دی. هغه وايي: «هغه د طالبانو له خوا په ډېره بې رحمۍ ووژل شوه. پر هغې اووه ډزونه شوی ول. د هغې مخ په بشپړه توګه خراب شوی وو.»

افغان چارواکو ويلي دي چې په هغه ورځ څلور ښځې وژل شوې وې چې په تړاو ېې دوه کسان نيول شوي دي. صافۍ وايي وروسته له هغې ېې چې د خور د قتل په هکله له رسنيو سره خبرې وکړې، هغې هم د مرګ ګواښونه ترلاسه کړل.

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

هغه د ۲۰۲۱م کال په دسمبر کې پاکستان ته ولاړه. هغې ېوازې د دوو میاشتو ویزه درلوده او هېله ېې دا وه چې ژر به يو غربي هېواد ته پناه یوسي، خو برخلاف دوه کاله ېې د پاکستان په پلازمينه اسلام آباد کې تېر کړل او په دغه موده کې ېې تل د اخراج بېره درلوده.

صافۍ د لسونو نورو افغان مېرمنو سره د دسمبر پر ۸ په پاریس کې ښکته شوه. دوی ټولو خپلې د پناه غوښتنې سپارلي چې تمه ده مثبت ځوابونه به ترلاسه کړي.

بشري سازمانونه وايي پاکستان ته راغلي ډېر هغه افغانان چې لوېديځ ته د تلو په تمه دي په ستونزو کې ژوند کوي او ورسره جوخت د اخراج بېره هم لري.

په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهېسې، شاوخوا ۶۰۰ زره کسان له افغانستانه پاکستان ته ولاړل. له بل لورې پاکستان په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې له اسناد پرته افغانان به اخراجوي چې تر اوسه شاوخوا ۳۴۵زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې اخراجونه هم پکې شامل دي.

فرانسوۍ ژورنالیسته، مارګو بین وايي: «په پاکستان کې د ريتا په څېر ډېرې داسې ګواښل شوې ښځې شته چې خپل خپلوان ېې وژل شوي او یا برمته کړل شوي دي. بین د هغې ټولنې غړې ده چې له همدا ډول افغان مېرمنو سره مرسته کوي. هغه وايي: «اما هغوی له لوېديځوالو سره هم نه دي لیدلي چې غواړې مرسته ورسره وکړي، په دې اساس د دوی قضيې لاندې پټې پاتې شوي دي.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو د بیا واکمنېدو او له افغانستان د بهرنیو قواو په وتلو په لسونو زره افغانان غربي هیوادونو ولاړل چې اکثره ېې په طیارو کې ووتل
د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو د بیا واکمنېدو او له افغانستان د بهرنیو قواو په وتلو په لسونو زره افغانان غربي هیوادونو ولاړل چې اکثره ېې په طیارو کې ووتلانځور: Victor Mancilla/U.S. Marine Corps via AP/AP/picture alliance

د بخښنې نړېوال سازمان آمنیستې څخه چرینا جرولون وايي د وېزو د درخواست پروسه ډېره «اوږده او پېچلې» ده او افغان مېرمنې په اصل کې پر «خپل حال پرېښودل شوي دي.»

فرانسه وايي، چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې ېې تر ۱۵زرو ډېرو افغانانو ته وېزې ورکړي دي چې «اکثره ېې ښځې، د بشري حقونو مدافعين، ژورنالیستان او قاضیان دي.»

خو په فرانسه کې د پناه غوښتنې چارو د ادارې (Terre d'Asile) مشره، ډولفین رولو، وايي چې د تېر ېوه کال په جریان کې په ډېر ندرت فرانسه کې افراد ښکته شوي دي: «له افغانستان څخه هېڅوک نه دي رارسېدلي. يوازې په کم شمېر کې له پاکستانه په طیاره کې راغلي دي.»

د فرانسې خبري آژانس وايي چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته په لسونو زره افغانان د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون بهرنیو هیوادونو ته ووتل. د دوی ‌ډېر يې په الوتکو کې رايستل شوي دي.

په دې لړ کې بریتانيا ۲۱۵۰۰ افغانانو ته پناه ورکړې ده او آلمان ته هم شاوخوا ۳۰زره افغانان راورسېدل. آلماني چارواکو ويلي دي چې په پروګرام کې شامل هغو افغانانو په هکله چې په پاکستان کې په تمه دي «ډېره اندېښنه» لري.

امریکا متحده ایالاتو ۹۰زره افغانانو ته پناه ورکړې چې اکثریت يې په ۲۰۲۱ کې دغه هېواد ته ورسول شول. سويډن او دنمارک هم ويلي دي چې د سختو مهاجرتي قوانینو باوجود افغان مېرمنو ته په اتومات شکل وېزې ورکوې، خو روښانه نه ده چې له دغه پروګرام څخه به ېې په څه شمېر کې افغان مېرمنې مستفېدې شي.

mks/nz (AFP)

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل