1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: له ټولنیزو رسنیو لېري کيدل اعتماد پر نفس ډېروي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۱, جمعه

په ېوې کاناډايي څېړنې کې موندل شوې چې یوه اوونۍ د ټولنیزو رسنيو نه کارول کولی شي انسان ته د خپل اندام په هکله مثبت فکر ورکړي. آنلاین آرماني ښکلاوې تر ډېره هغه ځوانې ښځې زیانمنوي چې په غيرطبي لارو د بدن ښکلا په لټه کې دي.

https://p.dw.com/p/4fiLA
Selfie
انځور: ingimage/IMAGO

د اکثریت ځوانانو له پاره به ډېره سخته وي چې اوس پر هغو آيډیال ښکلاو او معیارونو سترګې پټې چې نن ورځ د انستاګرام، ټيک ټاک او سنپ چت په څېر ټولنیزو رسنیو کې ګرځي راګرځي.

دغه ډول ترېندونه کېدای شي خطرناک وي. نرۍ ملا، وتلي ګرد کوناټي او د ورونونو ظریف جلد هغه موارد دي چې نن ورځ يې ډېر د لرلو هوس او ارمان لري.

که تر دې یوه لسیزه مخکې ته ولاړ شو، تر لس کاله مخکې پورې د «ورنونو ترمنځ خالیګاه» چې په انګلیسې کې ورته «ټای ګپ» وايي تر ټولو ډېره عام شوې غوښتنه وه. دا هغه خاليګاه ده چې ښځې ېې په دريدلي حالت کې که څه هم ښکته ېې پښې سره نښتې هم وي، پورته د ورونو تر منځ ېې ترسترګو کيږي. په انګلیسي کې (ليګینګ ليګس) هم وايي. پلویان ېې استدلال کوي چې دا هر څوک کولی شي ولري، خو په دې شرط چې په کافي اندازه غذايي رژيم ونیسي او ډېر تمرینات وکړي.

د اکثرو ښځو له پاره د یوې صحتمندې باډۍ مطابق وزن خطرناکه ارزول کيږي چې ترڅنګ ېې د ورونونو تر منځ د خالیګاه خواهش هم ولري، خو له دې سره سره، داسې ښکاري چې هر څوک له دغه خطره واقف نه دي.

د آيډیال بدن لرلو په هکله دوې پوښتنې چې په ګوګل کې ډېرې شوي دا دي: آیا د «ورنونو ترمنځ خالیګاه د روغتیا له لحاظه ښه ده، او «څنګه کېدای شي د ورنونو کې خاليګاه ژر رامنځ ته شي؟» د نرۍ ملا، ښایسته جلد او د ډېر لطیف والي په څېر غوښتنو کې پرېمانه ستونزې لیدل کيږي.

داسې وېډیوګانې هم ډېرې ليدل کیږي چې پکې د يو ښه اندام جوړولو له پاره د «روزانه څه شی باید وخورم» په څېر پوښتنې ځوابوي. اکثره دغه ډول ويډیوګانې د ځوانو ښځو له خوا جوړيږي چې پکې په عادي ورځو کې د خوراک په هکله توضیحات او سپارښتنې ورکول کيږي. تر ټولو ډېر پکې د بورې پرته او لږ کاربوهایدريت لرونکو غذاو سپارښتنې دي.

نرۍ ملا، وتلي ګرد کوناټي او د ورونونو ظریف جلد هغه موارد دي چې نن ورځ يې ډېر د لرلو هوس او ارمان لري
نرۍ ملا، وتلي ګرد کوناټي او د ورونونو ظریف جلد هغه موارد دي چې نن ورځ يې ډېر د لرلو هوس او ارمان لريانځور: QualityStockArts/Pond5 Images/IMAGO

له بلې خوا «بدن ته په مثبت نظر کتل» یو بل تریند دی. د دغه تریند پلویان بیا استدلال کوي چې خلک باید خپل بدن څرنګه چې دی، په هماغه شکل ېې ومني. خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تر څو يې خپله لټون نوي پسې کړی، په ندرت له دا ډول مطالبو سره مخ کيږي. دلیل ېې دا دی چې ټولنیزې رسنیو الګوریتمونه خپلو کاروونکو ته هغه موضوعات رامخته کوي چې شخص ورسره ډېره علاقه لري او ډېر ېې ګوري.

په یوه اوونۍ کې پر نفس د اعتماد تقویه کېدل

په څېړنو کې په پرله پسې موندل شوې چې ټولنیزې رسنۍ کېدای شي د کاروونکو اعتماد پر نفس اغیزې ولري. د کاناډاپه تورنتو ښار کې د يورک پوهنتون په یوه تازه څېړنه کې پر دې غور کړی دی چې د ټولنیزو رسنیو په استفاده کې یوه لنډه وقفه راوستل د هغو پر کاروونکو څه اغیزې پرېېښودلی شي.

دغو څېړونکو ۶۶ ښځي زده کوونکې پر دوو ډلو وويشلې. يوې ډلې په عادي ډول ټولنیزې رسنۍ کارولې او بله ېې په بشپړه توګه ترک کړې.

تر دې مخکې دوی ټولې په ابتدا کې وپوښتل شوې چې د خپلو اندامو په هکله څه ډول احساس لري او دا چې آیا خوښيږي ېې چې د ېوې ماډلې په څېر ښکاره شي، که نه. 

وروسته له ېوې اوونۍ له دغو زده کوونکو ياده پوښتنه بیا وشوه. د زده کونکو په هغه ډله کې چې له ټولنیزو رسنیو لېري شوې وه، نظرونه ډېر مثبت لور ته بدل شوي ول، تر ډېره د نرۍ ملا اندام لرلو په هکله.

د څېړنې ليکوالان وايي چې د اروا پوهنې په دې برخه کې په دومره لوړه سطحه اثرات، په ندرت ليدل شوي دي. څېړونکي زیاتوي په انسان کې دغه مثبت اغیز نه یوازې له ټولنیزو رسنیو په لېرېتوب کې رامنځ ته کیږي، بلکې نور موارد هم شته چې عین مثبتې اغیزې ایجادوي. لکه د ټولنیزو رسنیو پر ځای له ملګرو سره پاتېدل، له کوره بهر وخت تېرول او سپورټ کول.

خلک په تېره ځوانان په اوسط ډول خپل ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو کې تېروي چې دا حالت په تېرو کلونو کې ډېر شوی دی
خلک په تېره ځوانان په اوسط ډول خپل ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو کې تېروي چې دا حالت په تېرو کلونو کې ډېر شوی دیانځور: SOPA Images/Sipa USA/picture alliance

له ټولنيزو رسنيو استفاده مخ پر ډېرېدو ده

خو په مجموع کې ثابته شوې ده چې د خلکو له پاره دا ستونزمنه ده چې له ټولنیزو رسنیو ځان جلا کړي، په تېره ځوان نسل. واقعیت دا دی چې خلک په اوسط ډول خپل ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو کې تېروي چې دا حالت په تېرو کلونو کې ډېر شوی دی.

د میتا شرکت د فېسبوک او انستاګرام تخنيکي څانګې په جنوري میاشت کې وويل چې دوی به د ځوانانو له حسابونو له «سن و سال سره نامناسب» مطالب هاید یا پټ کړي، الی چې د خپلو عمرونو په ښودنه کې ېې درواغ نه وي ویلی.

خو تر اوسه په دې برخه کې د مقرراتو مطابق څنګه چې لازمه ده لږ پرمختګ شوی. شوي اقدامات هم له هغو مقرراتو سره لږ مطابقت لري چې د تکنالوژۍ شرکتونه ېې د اجرا مسئولیت لري.

د بېلګې په توګه د اروپايي اتحاديې د دیجيتل خدماتو ادارې (DSA) د تنکيو ځوانانو د خونديتوب له پاره تر یو حده یو طرحه جوړه کړې ده. دغه طرحه د شبکو د آپريټرانو له پاره لازمي کوي چې مشکل جوړونکي محتویات محو او یا بند کړي.

خو د ریست په نوم د نړېوال غیر انتفاعي نوښت، يو رپوټ ښيي چې حتی ۳۰ سلنه زیان اړوونکي محتویات چې باید دلیت یا حذف شي، هم نه دي دلیت شوي. ریست موندلې ده چې ټیک ټاک د دا ډول محتویاتو په حذفولو کې لا ډېر لږ اقدامات کړي دي.

DW e/mks/nz

له آرشیف څخه انځوریز البوم (27.04.2024):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب