1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين وايي هیڅ ډول ګواښ ته به اجازه ور نه کړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

ولسمشر ولاديمير پوتين، په دوهمه نړیواله جګړه کي پر نازي آلمان د بريا د ورځي په مراسمو کې خپلو عسکرو ته وويل چې «روسيه به هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد وګواښي.»

https://p.dw.com/p/4ffwf
پوتين د می د نهمې نيټې د مراسمو پر وخت
پوتين د می د نهمې نيټې د مراسمو پر وختانځور: Alexei Druzhinin/dpa/Sputnik Kremlin/AP/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، په دوهمه نړيواله جګړه کي پر نازي آلمان د بريا د ورځې په مناسبت چي هر کال د مي پر ۹ لمانځل کيږي، په خپله وينا کې د »بريا د ورځې« ستاينه وکړه. هغه وويل: «د بري ورځ ټول نسلونه سره متحد کوي.» هغه زياته کړه: «موږ په داسې حال کې چې پر خپلو پيړيو پخوانيو دودونو باندې متکي يو، پرمخ حرکت کوو او ډاډه يوو چې په ګډه به د روسیې له پاره يو آزاد او خوندي راتلونکی تضمين کړو.»

څه نا څه ۹ زرو عسکرو په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه چې تقريباً زر یې هغه ول چې له ۲۰۲۲م کال راهېسې پر اوکراين باندي د يرغل په ترڅ کې يې دنده ترسره کړې ده.

میزايل، نورې درنې وسلې او د پخوا په پرتله د ټانکونو د پام وړ لږ شمير چې ښايي په اوکراین کې د کاريدو له کبله وي، هم نندارې ته وړاندې شول.

د روسیې هوايي ځواک هم پر مسکو پروازونه وکړل چې د دې مراسمو دودیزه برخه ده او په تېرو څو کلونو کې د خرابې هوا له کبله نه وو ترسره شوي.

د جګړې د پراخولو د خطر تور

پوتين د رسم ګذشت پر وخت عسکرو ته د خپلې وينا په ترڅ کې پر لویدیځ تور ولګاوه چې د اوکراين جګړې ته په خپل غبرګون سره یې د يوې نړيوالې شخړې خطر رامنځته کړی دی.

هغه وويل چې په لوېديځ کې «مغرورو» مشرانو هغه نقش هیر کړی دی چې شوروي اتحاد د دويمې نړيوالې جګړې پر وخت لوبولی وو. نوموړي د لوېدیځ پر مشرانو په ټوله نړۍ کې شخړو ته د لمن وهلو تور ولګاوه. 

پوتین د خپل هېواد اتومي وړتياو ته د اشارې کولو د مخه وويل: «روسیه به هر څه وکړي، څو د يوه نړيوال تصادم مخه ونيوله شي، خو موږ به په عين وخت کې هيچا ته زموږ د ګواښلو اجازه ور نه کړو.» هغه زياته کړه: «زموږ ستراتيژيکي ځواکونه تل جګړې ته د تيارسۍ په حال کې دي.»

په مسکو کې پوځي رسم ګذشت
په مسکو کې پوځي رسم ګذشتانځور: Vladimir Smirnov/TASS/dpa/picture alliance

هغه وويل چې روسیه دمګړۍ د يوه «مشکل او مهم پړاو» څخه تیريږي او دا چې برخليک او راتلونکی یې پر «موږ هر يوه انحصار کوي.»

پوتين پر اوکراين د روسیې د يرغل په ترڅ کې له لویدیځ سره تصادم تل د يوې هر اړخیزې پروسې د برخې په توګه وړاندې کوي چې په ترڅ کې یې لویدیځو هېوادونو د هغه په خبره د شوروي اتحاد له سقوط راهیسې په ختیځه اروپا کې د خپل نفوذ د لمنې په پراخولو سره روسيه پارولې ده.

ولسمشر پوتين چې روانه اونۍ کې د يوې بلې دورې له پاره لوړه وکړه، همدا راز په اوکراين کې پر جګړه بوخت عسکر وستايل او د خپلې وينا په پای کې د هغوی له پاره د يوې دقيقې چوپتيا غوره کولو غوښتنه وکړه.

زيلنسکي له اوکراين څخه دفاع د نازيانو پر ضد مبارزې سره پرتله کوي

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، په دې منځ کې ويلي دي چې د روسیې په مقابل کې د کیف دفاع په دويمه نړيواله جګړه کې د نازي آلمان پر ضد د جګړې ياد تازه کوي.

نوموړي پخپله ورځنۍ ويډيو وینا کې چې په آنلاين بڼه خپريږي، پر اوکراين د تیرې شپې د بريدونو يادونه وکړه او ویې ويل چې «روسيه په دې ډول» نازیانو ته د ماتې ورکولو کلیزه لمانځي.

هغه وويل: «اتيا کاله وړاندې په ميليونو اوکرينيانو د تل له پاره د نازيسم د ماتولو جګړه وکړه.» زيلنسکي زياته کړه: «خو نن ورځ اوکراينيان يو ځل بيا د بيا زيږيدلي شر پر وړاندې ولاړ دي چې بيرته راستون شوی او غواړي موږ يو ځل بيا تباه کړي.»

د لویدیځ مشران د يوه وخت له پاره د می د نهمې نیټې په مراسمو کې ليدل کیدل لکه څرنګه به چې پوتين د می د اتمې نیټې په مراسمو کې زياتره وخت حاضر وو. خو پر اوکراين د روسیې له يرغل راهېسې اوس داسې څه نه ترسترګو کیږي.

خو د بېلا بېلو هېوادونو مخکښه سياستوال د پنجشنبې ورځې مراسمو کې وليدل شول. دې مراسمو ته سپينې روسیې، قزاقستان، کرغيزستان، تاجيکستان، ترکمنستان، ازبکستان، کيوبا، لاوس او ګيني بساو خپل پلاوي استولي ول.

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب