1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویډن کې د قران شریف د سوځولو ګواښ پراخ تظاهرات پارولي

۱۴۰۱ فروردین ۲۹, دوشنبه

د راپورونو له مخې د سویډن په شرقي نورکوپینګ ښار کې پولیسو درې تنه لاریون کوونکي په ډزو ویشتلي دي. دغه تظاهرات د ښي اړخو سیاستوالو له خوا د قران شریف د سوځولو تر ګواښ وروسته کيدل.

https://p.dw.com/p/4A4QF
Schweden Norrkoping Protest Rechtsradikale Ausschreitungen
انځور: STEFAN JERREVANG/TT News Agency/AFP/Getty Images

له هغه وروسته چې په سویډن کې د ښی اړخو سیاستوالو له لوري په یوه غونډه کې د قران شریف د سوځولو ګواښ شوی وو په دغه اروپايي هیواد کې تظاهرات پيل شول چې پکې له پولیسو سره د تاوتریخوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي. پولیسو ویلي دي چې په تازه تظاهراتو کې یې درې کسان په ډزو ویشتلي دي او ټپي شوي دي.

د سویډن د ځايي رسنیو په حواله، د یکشنبې ورځې د دغو تظاهراتو د تیت کولو له پاره پولیسو ډزې کړې دي چې له کبله یې درې تنه ټپیان شوي دي. په دغه اروپايي هیواد کې د ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودن تر څرګندونو وروسته دغه تظاهرات پيل شوي دي. د راسموس پالودن ګوند چې د مهاجرت او اسلام ضد سیاست لري، څه موده وړاندې په خپلو رابلل شوو غونډو کې د قران شریف د سوځولو ګواښ کړی وو.

تر اوسه څه پیښ شوي؟

په سویډن کې د افټون بلاډت په نامه یوې ورځپاڼې ویلي دي چې دغه پېښه د سویډن په نورکوپینګ کې وروسته له هغې رامنځته شوې کله چې پولیسو غوښتل قهرجن لاریون کوونکي تیت کړي. د پولیسو په خبره، په دغه ډله کې یو شمیر کسانو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کول.

Schweden | Ausschreitungen in Norrköping
انځور: Stefan Jerrevang/TT/AFP/Getty Images

ځايي پولیسو پر خپله انترنت پاڼه لیکلي دي چې پر پولیسو تر برید وروسته سرتیرو د خبردارۍ ګڼ شمیر ډزې کړې دي. د پولیسو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «درې کسان په ډزو کې ټپیان شوي دي او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.» د پولیسو په خبره، درې واړه ټپیان یې د جرم د ترسره کولو په تور نیولي هم دي.

د افټون بلاډت ورځپاڼې په حواله، په دغو تظاهراتو کې ګڼ شمیر موټرو ته اور هم اچول شوی دی او دا چې ۱۱ کسان د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

په عین وخت کې د سویډن په لنکوپنګ ښار کې چیرته چې پالوډن هم د لاریون د رابللو پلان درلود، د یکشنبې په ورځ د دوهم ځل له پاره هم تظاهرات شوي چې پکې تاوتریخوالی هم لیدل شوی دی. درې ورځې وړاندې، لنکوینګ ښار له تاوتریخوالي د ډکو تظاهراتو شاهد وو ‌چې پکې د پولیسو په خبره تر اوسه ۱۴ کسان نیول شوي دي.

د سویډن د عدليې وزیر مارګن جانسون د یکشنبې په ورځ له افټون بلاډت ورځپاڼې سره په خبرو کې پر لاریونوالو غږ کړی دی چې ژر تر ژره بیرته خپلو کورونو ته وګرځي. په داسې حال کې چې نوموړي پالوډن یو ښي اړخی سخت دریځی او احمق کس یاد کړ چې په خبره یې هدف یې د بیلتون او تاوتریخوالي رامنځ ته کول دي، هغه وویل چې په سویډن کې دیموکراسي ده او په دیموکراسۍ کې احمقان هم د بیان آزادي لري. د سویډن د عدليې وزیر ټینګار وکړ چې هغه کسان چې پر پولیسو یې برید کړی، هغوی مجرمین دي. 

Schweden | Ausschreitungen in Malmö
انځور: Johan Nilsson/TT/AFP/Getty Images

د قران شریف سوځول او پر ضد یې غبرګونونه

په وروستیو ورځو کې په سویډن کې دې ته ورته پیښې لیدل شوي چې پکې د سویډن په ګڼ شمیر ښارونو کې قهرجنو لاریونوالو زیانونه اړولي او یو شمیر کسان پکې ټپیان شوي هم دي. د همدې تیرې شنبې په ورځ، د ښي اړخو سخت دریځو د لاریون په نتیجه کې د سویډن په شمالي مالمو ښار کې یو بس موټر او یو شمیر نورو موټرو ته اور اچول شوی وو.

د جمعې په ورځ د سویډن په مرکزي اوریبرو ښار کې هم د ښي اړخو سخت دریځو له لوري له تاوتریخوالي ډک لاریون شوی وو چې پکې د رپوټونو په حواله نهه پولیس سرتیري هم ټپیان شوي وو.