1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کنیسه د برید طرحه؛ جرمني د ایران سفارت شارژدافیر احضار کړ

۱۴۰۲ آذر ۲۹, چهارشنبه

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد په بوخم ښار کې د یهودانو پر عبادتځای یا کنیسه د برید د پلان په تړاو د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړ.

https://p.dw.com/p/4aOQg
د ایران او جرمني هېواد بیرغونه
د ایران او جرمني هېواد بیرغونهانځور: danielOZ/Zonnar/picture alliance

 په جرمني کې یوې محکمې موندلې ده چې د ایران دولتي سازمانونه د دې دسیسې تر شا ول. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ له هغه وروسته د ایران سفارت شارژدافیر احضار کړ چې محکمې ته د دې معلومات ورکړل شول چې د ایران دولتي ادارې تیر کال پر یوه کنیسه باندې د اور اچوونکو موادو په مرسته د حملې په طرحه کې لاس درلود.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ایکس یا ټویټر پاڼه لیکلي: «موږ په جرمني کې له بهره کنټرول کېدونکی هېڅ ډول تاوتریخوالی نه زغمو.»
په دوسلدورف کې سېمه ایزې عالي محکمې له دې وړاندې هم یو ایران الاصله جرمنی اوسېدونکی د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې پر کنیسه د برید پلان کولو په تور په دوه کاله او نهه میاشتو بند محکوم کړی و.

هغه مهال تورن «بابک ج» غوښتل چې په بوخم ښار کې پر یوه کنیسه برید وکړي، خو یوه ښوونځي ته یې اور اچوونکي مواد وغورځول. د دغه ښوونځي ودانۍ زیانمنه شوې وه خو چاته ځاني ریان نه وه اوښتی.

محکمې څه ویلي؟

دغې محکمې ویلي دي چې تورن کس په دې خاطر پر ښوونځي برید کړی وو، چې د عبادت ځای امنیت ډېر ښه نیول شوی وو.

محکمې په دې قضیه کې د حکم د صادرولو پر مهال ویلي دي چې «دا برید د ایران د دولتي آژانسونو» په مرسته طراحي شوی وو.

محکمه دا شک هم لري چې تیر کال په ایسن ښار کې د خاخام د کور د سوځولو او ډزو قضیه هم په بوخم ښار کې د پلان شوي برید سره تړاو لري.

هامبورګ کې د ځانمرګي برید د پلانولو په تور دوه سوريايي وړونه نيول شوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوی به دغه حکم په دقت سره بررسي کړي، څو ومومي چې "د اروپايي اتحادیې په کچه راتلونکي ګامونه" څه کیدای شي.

په وروستیو کلونو کې په آلمان کې د يهودو ضد کړنو زور اخيستی دی. د اسرائيل او حماس ترمنځ جګړې له پیل راهیسې، وضعیت نور هم اندېښمن شوی دی.