1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: سر له سبا څخه د غیر قانوني مهاجرو نیول پیلیږي

۱۴۰۲ آبان ۹, سه‌شنبه

پاکستان کې په غیر قانوني ډول میشت بهرنیانو ته له دغه هیواده د وتلو وروستی مهلت نن د اکتوبر په ۳۱ پای ته رسیږي. په دوی کې نږدې یو نیم میلیونه یې نا راجستر شوي افغان مهاجر دي. سر له سبا به د دوی نیونې پيل شي.

https://p.dw.com/p/4YDxC
Videostill Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan haben Angst vor Abschiebung
انځور: Fatima Nazish/DW

د پاکستان سرپرست مرکزي حکومت په دغه هیواد کې په ناقانونه ډول د میشت کسانو تر نیول کیدو وروسته سمدستي د هغوي د ډیپورټ یا اخراجولو کولو پریکړه کړې ده او په دې ارتباط د ټولو ایالتونو پولیس او سیمه ایزو چارواکو ته لارښوونه شوې ده. په ورته وخت کې د رپوټونو په حواله نن، سه شنبه سهار یوازې د تورخم بندر ته تر ۱۰ زرو ډیر افغان کډوالرسیدلي دي.

تیره ورځ د سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په مشرۍ د مرکزي کابینې په غونډه کې په دې ارتباط مهمې پریکړې وشوې. سرچینو ویلي دي چې د ټولو غیر قانوني بهرنیانو د اخراجولو په اړه ایالتونو ته د ۱۹۴۷م کال د فرمان په اساس احکام ورکړل شوي دي.

د پولیسو په شمول ټولو اړونده ادارو ته په دغه هیواد کې د میشتو ناقونونه کډوالو د نیولو لارښوونه شوې ده. داسې ویل کیږي د عادي جرمونو په تړاو نیول شوي او محکومه شوي بندیان به هم ډیپورټ کړای شي، خو هغه بندیان به نه اخراجیږي چې درانه جرمونه یې ترسره کړي دي.

د نیول شوو او بیا اخراجیدونکو ټولو بهرنیانو له پاره په ټولو ایالتونو کې د هولډنګ سنټر په نوم ځانګړي مرکزونه جوړ کړای شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بُکټي ویلي دي چې د اکتوبر د ۳۱ ورکړل شوی مهلت به ونه غځول شي او «د اکتوبر له ۳۱ وروسته په پاکستان کې د ناقانونه میشت بهرنیانو د ایستلو له پاره به جامع عملیات ترسره شي.»

ننګرهار کې له پاکستانه راستنیدونکو کډوالو ته پنډغالی جوړیږي

د پُکټي په خبره په لومړي پړاو کې به هغه ناقونونه کډوال اخراج شي چې هیڅ ډول سفري اسناد نه لري او نه دا ثبوت لري چې دوی کله او څنګه پاکستان ته راغلي دي. په دویم پړاو کې به د هغو کسانو پر وړاندې عملیات ترسره شي چې د ریکارډ په بدلولو سره یې ځان راجستر کړی دی. تر هغې وروسته به د نورو ګټګوریو کسان وي او په پای کې به ټول هغه کسان له پاکستان څخه بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي چې په ناقانونه توګه دلته اوسیږي.

«پریکړه د نړیوالو اصولو مطابق شوې ده»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ وویل: «پریکړه د پاکستان د خپلواکۍ او نړیوالو اصولو په پام کې نیولو سره شوې ده. د پاکستان حکومت له خراب وضعیت څخه د اغیزمنو شوو کسانو امنیت ته ژمن دی.»

د ملګرو ملتونو په حواله له دې اقدام څخه به تر ټولو ډیر په دغه هیواد کې میشت نږدې یو نیم میلیونه (یو میلیون او ۴۰۰زره) نا راجستر شوي افغانان اغیزمن شي. د پاکستان حکومت د اټکلونو له مخې اوسمهال په دغه هیواد کې شاوخوا یو میلیون او ۷۰۰ زره (۱۷ لکه) افغان کډوال په غیر قانوني ډول اوسیږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي دي چې د بهرنیانود اخراجولو په اړه د پاکستان تر اعلان وروسته د سپټمبر له ۲۳ نیټې څخه د اکتوبر میاشتې تر ۲۲ نیټې پورې ۶۰ زره افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندازده له پاکستانه د افغانانو د ایستولو اقدام »د ټولو دودونو خلاف« عمل بللی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ب،ص