1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: د تحريک طالبان پاکستان ۲۱ غړي نيول شوي

۱۴۰۲ دی ۱۱, دوشنبه

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې ويلي دي چې د «تحريک طالبان پاکستان» د ډلې ۲۱ غړي یې نيولي دي. دغه ډله په ټول پاکستان کې د څو خونړيو بريدونو مسئوله ګڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/4am7P
د پاکستان د امنيتي ځواک غړي
د پاکستان د امنيتي ځواک غړيانځور: Saood Rehman/picture alliance/dpa/EPA

 د پاکستان د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد ادارې په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه کسان په ياد ایالت کې د تېرو دوو اونيو په ترڅ کې د استخباراتي معلوماتو په مرسته نيول شوي دي.

د پاکستاني طالبانو ډله چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په نامه هم ياديږي، له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده، خو داسې انګيرل کيږي چې له دغه ډلې سره نږدې اړيکي لري.

د ترهګرۍ ضد ادارې د شکمنو کسانو، د هغوی پر ضد د دایرو شويو دوسيو او احتمالي تړاو يا اړيکو يو نوملړ خپور کړی دی. په دې نوملړ کې د هغو بريدونو په اړه څه نه دي ويل شوي چې دې کسانو پکې احتمالاً لاس درلود.

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د «بلوڅانو د ملي پوځ» په نوم د منع شوې ډلې مشر محمد ارشاد، هم نيول شوی دی. دغه ډله په بلوچستان ایالت کې فعاليت لري.

د پاکستان بلوچستان ایالت هم تر دوو لسیزو ډېرې مودې راهېسې د بلوڅ ناسيونالستانو د ټيټې کچې د ياغيبوب شاهد دی. دوی لومړی د دغه ایالت په سرچينو کې د لا ډېرې ونډې غوښتنه کوله خو وروسته ته یې بيا د خپلواکۍ له پاره هلې ځلې پېل کړې. ټي ټي پي او نورې سيمه ایزې وسله والې ډلې هم په دغه ایالت کې فعاليتونه کوي.

ب. ص/ ن. ز (APE)

زموږ له آرشيف څخه:

ولې د طالبانو او پاکستان تر منځ ورځ تربلې ستونزې ډیریږي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب