1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

عمران خان د جمعې ورځې څخه د پراخو مظاهرو اعلان وکړ

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي چې هغه د جمعې په ورځ له لاهور څخه د اسلام آباد پر لور »لانګ مارچ« پيلوي. هغه ويلي دي چې دا به د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو ستر مارش وي.

https://p.dw.com/p/4Ii4R
د پاکستان تحریک انصاف د ګوند مشر، عمران خان
د پاکستان تحریک انصاف د ګوند مشر، عمران خانانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند مشر او پخواني صدراعظم، عمران خان د سه شنبې په ورځ په لاهور کې يوه خبري کنفرانس کې وويل چې دغه په نظر کې نيول شوی لانګ مارچ به د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو ستر مارش وي. هغه زیاته کړه چې دوی پلازمېنې ته ملکي حکومت سره جګړې ته نه ځي.

عمران خان ويلي دي چې دغه لانګ مارچ کوم سياست نه دی «بلکې د پاکستان راتلونکې له پاره مبارزه کوي. موږ د پاکستان د آزادۍ له پاره مبارزه کوو.»

عمران خان: نوی حکومت «وارداتي» دی

د پاکستان پخواني صدراعظم زياته کړه: «موږ به سوليیز پاتې شو، موږ صرف غواړو وښيو چې خلک له چا سره ولاړ دي.» عمران خان وويل چې دا د ېوې رېښتينې آزادۍ له پاره مارش دی او د دې له پاره کوم مهال ویش شتون نه لري.

د پاکستان د اپوزيسیون د مشر په خبره پر هغه د غیرمسئولانه دريځ غوره کولو تورونو لګول کيږي او ورته ويل کیږي په اوس وخت کې چې هیواد په یو ستونزمن وضعیت کې دی، ولې احتجاج کوي.

عمران خان د هغه د بې صلاحيته کېدو پرېکړه وننګوله

عمران خان وويل چې د هغه د حکومت پر ضد لس عمومي احتجاجونه وشول چې له هغې ډله دوه ېې د مولانا فضل الرحمن او یو ېې د بلاول بهټو زرداري له خوا په لاره اچول شوی وو، خو «موږ له لانګ مارچ څخه د هيڅ چا مخه ونه نېوله.»

لانګ مارچ د لاهور له ليبرټي چوکه پيليږي

عمران خان وويل چې د هغه لانګ مارچ د جمعې په ورځ سهار په یوولسو بجو د لاهور له ليبرټي چوک څخه پليږي او هغه به خلکو سره د جي ټي روډ له لارې اسلام آباد ته ورسیږي او هلته به د پاکستان ټول خلک په مارش کې ګډون کوي.

خان خپل د می میاشتې د ۲۵مه لانګ مارچ یادونه هم وکړه او وې ويل چې هغه وخت د دوی له مارش سره تاوتريخواله وشو او دوی اړ شول چې د هیواد په خاطر دغه مظاهره لغوه کړي.

پخوانی لومړی وزیر عمران خان ولې محکمې ته غوښتل شوی؟

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر وويل چې اسلام آباد ته په رسېدلو سره غونډه ترسره کوي او غونډه به په داسې ځای کې ترسره کيږي چې عدالت ېې اجازه ورکړي وي. هغه زیاته کړه چې دوی اسلام آباد ته چا سره د جګړې له پاره نه ځي او د اسلام آباد ريډ زون يا سرې ساحې ته نه داخليږي. خان دا هم وویل چې په سیاست کې د مذاکراتو لار بنده نه وي او د هغه ګوند د خپلو غوښتنو په تړاو مذاکراتو ته تیار دی.

عمران خان تر وخت مخکې ټاکنو غوښتنه کړې

عمران خان په داسې وخت کې د لانګ مارچ اعلان کړی چې له حکومت او د پاکستان له پوځي ادارې سره د هغه د پردې تر شا خبرې اترې، په ظاهره ناکامه شوي دي. عمران خان د خپل حکومت تر پای ته رسېدو وروسته، د فوري يا وخت څخه د مخه انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه کوله او په دې ارتباط یې وخت نا وخت د حکومت تر څنګ پر پوځ او ادارو هم نېوکې کړي دي.

دویچه ويله اردو/م.ک.ص./ب.ص.

له آرشیف يو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل