1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

شمالي کوریا د توپخانې ډیر فیرونه کړي دي

۱۴۰۱ مهر ۲۷, چهارشنبه

په جنوبي کوریا کي د نظامي تمریناتو په عکس العمل کي شمالي کوریا بیا د دواړو هیوادونو د ګډ سرحد په امتداد پر بحیرې باندي د توپخانې نور فیرونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4IPuN
Nord- und Südkoreanische Raketen
انځور: AP

لکه څنګه چي د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز خبر ورکړی دی، د شمال څخه تر ۲۵۰ هم اضافه د توپخانې مرمۍ فیر سوي دي.

دغه مرمۍ د په اصطلاح حایل دریايي ساحې باندي لګیدلي دي، کومه چي څو کلونه مخکي د دواړو هیوادونو ترمنځ  د دوامداره تشنج د راکمیدو پخاطر رامنځته سوې وه. 

د پیونګ یانګ رهبرۍ د مرمیو د فیرولو تصدیق کړی او جنوب ته یې د یوه«جدي خبرداري» خبره کړې ده.