1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان سترې محکمې د افغان کډوالو د اخراج په اړه څه وويل؟

۱۴۰۲ آذر ۱۰, جمعه

د پاکستان سترې محکمې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ايستلو پر ضد دعوې د اوريدو پر وخت وويل چې دا د اساسي قانون د تفسير معامله هم ده. محکمې د دې قضيې په تړاو له ښکيلو اړخونو څخه د توضحاتو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4ZfK8
پاکستان په اکتوبر مياشت کې د غير قانوني افغان کډوالو د ايستلو پريکړه وکړه
پاکستان په اکتوبر مياشت کې د غير قانوني افغان کډوالو د ايستلو پريکړه وکړهانځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

د پاکستان سپريم کورټ يا سترې محکمې نن، جمعه (۲۰۲۳م کال د دسمبر ۱) له دغه هېواد څخه د هغو افغانانو د اخراج پر ضد چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د بشري حقونو د فعالانو له خوا د وړاندې شوي درخواست په اړه اوريدنه پېل کړې ده.

د دې قضيې له دایرونکو څخه یې يوه فرحت الله بابر د خپلو دلايلو وړاندې کولو پر وخت وويل چې سرپرست يا موقت حکومت په غير قانوني توګه د میشتو بهرنيو اتباعو د ايستلو واک نه لري او کوم افغان وګړي چې اخراجيږي هغوی د سياسي پناه غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې حکومت له افغان وګړو سره غير انساني چلند کوي.

فرحت الله بابر د حکومت د اختیاراتو په اړه د پاکستان د اساسي قانون ته په اشارې سره وويل چې «سرپرست حکومت د پاليسۍ پر معاملې د حتمي پريکړو اختيار نه لري.»

«په پاکستان کې زيږېدلی ماشوم پاکستانی دی»

د دې عريضې وړاندې کوونکو د پنجشنبې په ورځ په محکمه کې د افغان ماشومانو په تړاو يوه قولنامه يا رسمي ليکنه هم دایره کړې وه. په دې کې دا دليل راوړل شوی وو چې په پاکستان کې زيږدلی هر ماشوم د پاکستان د تابيعت د قانون د څلورمې مادې پر اساس د پاکستان تبعه وي.

عريضه وړاندې کوونکي وايي چې د اساسي قانون له مخې په پاکستان کې زيږيدلي ماشومان له دغه هېواد څخه نه شي اخراجيدلی.

د سترې محکمې له لورې د دې قضیې اورېدونکي درې کسیزې ډلې کې شاملې قاضۍ عايشه ملک نړيوالو قوانينو ته په اشارې سره وويل چې د ملګرو ملتونو د هوکړو له مخې د پناه غوښتونکو حقونه خوندي او پاکستان د ملګرو ملتونو د دې هوکړو پابند دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن لاره
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن لارهانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

سترې محکمې د دې قضيې په تړاو له فدرال، اپيکس کميتې (د لومړي وزير په مشرۍ يوه متعبره کميټه چې د کابينې ټول غړي، ایالتي مشرانو او د پوځ مشر پکې شامل وي)، بهرنيو چارو وزارت او عمومي څارنوالۍ څخه د توضحاتو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د «غير قانوني افغان کډوالو د ايستلو معامله د اساسي قانون د تفسير معامله هم ده.»

سترې محکمې د دې قضیې په تړاو بله اوريدنه راتلونکې اونۍ رابللې ده.

کډوال ولې شړل کيږي؟

د پاکستان چارواکي وایي چې په سونو زرو افغان کډوالو ته ځکه بيرته خپل هېواد ته د ستنېدو امر شوی دی څو په پاکستان کې وسله والو د له منځه وړولو هڅې بريالي شي.

خو د بشري حقونو فعالان وايي چې دا افغان کډوال ځکه «قرباني» دي څو له دې د خلکو پام را وګرځول شي پاکستاني چارواکي په هېواد کې د روان تاوتريخوالي په مخنیوي کې پاته راغلي دي.

تر اوسه په پاکستان میشت په زرونو افغان کډوال مجبور شوي چې د نيول کيدو او ځورول کیدو د ويرې خپل کورونه، دوکانانونه او نور کاروبارونه پر ځای پريږدي او په بيړه بيرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په ستره محکمې کې درخواست وړاندې کوونکي وايي چې د «فدرالي حکومت هر کس په فردي توګه نه دی ارزولی چې خطر ترې متوجې دی او که نه. حکومت د دې په ثابتولو کې هم ناکام شوی دی چې د افغان کډوالو د بيرته ليږد پريکړه د کوم قانوني اختيار پر بنست شوې ده. له همدې کبله د افغان پناه غوښتونکو د ايستلو پريکړه له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې ده.»

زموږ له آرشيف څخه:

کراچۍ؛ پولیسو په لسګونو افغانان نیولي