1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې په پارلمان کي د محافظه کارو د مشر ټاکل

۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه

د فرانسې د پارلمان غړی اريک سيوتي د محافظه کارو جمهوري غوښتونکو ګوند مشر وټاکل شو. دغه ۵۷ کلن په دوهم ځل ټاکنو کي په سنا کي د یاد ګوند د پارلماني ډلي له مشر برونو رتالو څخه ټاکني وګټلې.

https://p.dw.com/p/4KpLw
Frankreich | Der Abgeordnete Eric Ciotti
انځور: Eric Gaillard/REUTERS

د فرانسې د پارلمان غړی اريک سيوتي د محافظه کارو جمهوري غوښتونکو ګوند مشر وټاکل شو. دغه ۵۷ کلن په دوهم ځل ټاکنو کي په سنا کي د یاد ګوند د پارلماني ډلي له مشر برونو رتالو څخه ټاکني گټلي وي. لکه څنګه چې د ګوند لنډمهاله مشر ایني جینیوارډ اعلان وکړ، هغه ۵۳،۷ سلنه رایې وګټلې. د ګوند پخواني مشر کریسټین جاکوب د جون په پای کې استعفا وکړه. سیوټي د ګوند د پياوړي محافظه کاره څانګې استازیتوب کوي او د کډوالۍ پالیسي په اړه سخت دریځ لري. په پام کې ده چې نوموړی به گوند د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته له کړکېچ څخه وباسي.