1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تورخم دروازه یو ځل بیا د ټرانزیټ پر مخ بنده شوې

امید دیدار
۱۴۰۲ دی ۲۳, شنبه

ننګرهار ولایت کې د طالبانو ادارې چارواکیو خبر ورکړی، چې تورخم دروازه د دواړو لوریو له اړخه د سوداګرۍ پر مخ تړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4bCFL
Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د ننګرهار باختر دولتي اژانس د تورخم کمیسار له قوله ویلي، چې نن سهارد شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۱۳نېټه) لومړیپاکستانۍغاړې د ټرانزیټي موټرو له چلوونکیو د پاسپورت او ویزې غوښتنه کړې، چې مقابل کې یې د طالبانو ادارې هم له پاکستاني موټر چلوونکیو د ویزې او پاسپورټ غوښتنه شوې او اوس دروازه له دواړو خواو بنده ده.

همدې حال کې باختر آژانس تورخم له پاره د طالبانو ادارې کمیسار عبدالجبار حکمت له قوله ویلي، چې پاکستانی اوس هغو ناروغانو ته هم له ویزې او پاسپورت پرته پښتونخوا ته د تللو اجازه نه ورکوي، چې تېر کې به له یادو اسنادو پرته پر تورخم اوښتل.

تورخم بندر
تورخم بندرانځور: Gibran Peshimam/REUTERS

له تورخم څخه یو کس چې غواړي نوم یې خپور نه شي دویچه ویله ته وویل، تورخم دروازه له سهار راهیسې تړل شوې او دواړو لوریو ته ګڼې بار وړونکې موټرې ولاړې دي.

نوموړي وویل، دا ځل د بار وړونکو موټرو سربېره هغو ناروغانو ته هم پر تورخم د اوښتلو اجازه نه ورکول کېږي، چې پاسپورت او ویزه نه لري، په داسې حال کې چې پخوا ترې دا اسناد نه غوښتل کېدل.

عادي حال کې پر تورخم دروازه دواړو لوریو ته د سوداګریزو موټرو له چلوونکیو پاسپورت او ویزه نه غوښتل کېږي؛ خو موده وشوه چې دا مسئله راپورته کېږي او بیرته ژر دواړه لوري توافق ته رسېږي.

راستانه شوي کډوال له څه شي شکایت کوي؟