1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

امریکا نه غواړي د پاکستان او ایران د ګازو پروژې ملاتړ وکړي

۱۴۰۳ فروردین ۸, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې نور نه غواړي د پاکستان او ایران ترمنځ د ګازو پروژې ملاتړ وکړي. امریکا همدا راز له تهران سره په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د بندیزونو د خطر په اړه خبرداری ورکوي.

https://p.dw.com/p/4eCE9
 پاکستان او ایران ترمنځ د ګازو د پایپ لاین پروژه  د تهران او اسلام اباد ترمنځ اوږدمهاله پروژه ده
د پاکستان او ایران ترمنځ د ګازو د پایپ لاین پروژه د تهران او اسلام اباد ترمنځ اوږدمهاله پروژه ده انځور: Zoonar/picture alliance

د پاکستان او ایران ترمنځ د ګازو د پایپ لاین پروژه چې د سولې د نللیکي په نامه هم یادېږي، د تهران او اسلام اباد ترمنځ اوږدمهاله پروژه ده چې له کلونو راهیسې له ځنډ او مالي ننګونو سره مخ ده. دا پایپ لاین به له ایران څخه ګاونډي هیواد پاکستان ته طبیعي ګاز انتقال کړي.

ایران او پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې پنځه کلن سوداګریز پلان لاسلیک کړو او د پنځه میلیارده ډالرو په هدف یې د دوه اړخیزو سوداګریو هوکړه هم وکړه.

د پاکستان د تېلو او نفتو وزیر مصدق ملک ویلي، هېواد یې په روانه اونۍ کې هڅه کوي چې له ایران څخه د ګازو د نللیکي د غځولو له پاره د امریکا متحدو ایالتونو بندیزونه لرې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند خبریالانو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې: «موږ تل هر چا ته مشوره ورکړې چې له ایران سره په سوداګرۍ کولو به زموږ له بندیزونو اغېزمن کېږي او موږ بیا هم مشوره ورکوو چې دا کار په دقت سره وکړي. موږ به نور په راتلونکي کې د دې پایپ لاین ملاتړ ونه کړو.»

هغه زیاته کړه چې د جنوبي او مرکزي اسیا له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي استازي ډونالډ لو تېره اونۍ د کانګرس د یوه کمېسیون په وړاندې دغه موضوع مطرح کړه.
د پاکستان او ایران اړیکې څو اونۍ وړاندې هغه مهال د کړکېچ لوري ته ولاړي چې دغه دواړو هېوادونو د یو بل په خاوره کې د وسله والو پر مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
له ایران سره د واشنګټن اړیکې له ډېرې مودې راهیسې ترینګلې دي او د امریکا متحدو ایالتونو د ایران پر بنسټونو څو ځلې بندیزونه لګولي دي.

که څه هم پاکستان او امریکا متحده ایالات په رسمي توګه د سخت دریځو ډلو پر ضد جګړه کې متحدین دي، خو له کلونو راهیسې یې اړیکې پیچلې دي. د امریکا او پاکستان اړیکې په افغانستان کې د اوږدې جګړې پر مهال د خپلو پوځیانو د تجهیز له پاره پر پاکستان د واشنګټن د انحصار له امله اغېزمنې شوې، خو امريکا متحدو ايالتونو پر پاکستان تور پورې کړى چې په دې جګړه کې یې دوه مخې لوبه کړې ده.

ځینو پاکستاني سیاستوالو هم پر واشنګټن تور پورې کړی چې د دوی د هېواد په داخلي سیاست کې لاسوهنه کوي، خو واشنګټن دغه تورونه ردوي.

زموږ له آرشيف څخه:

.