1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د افغانانو د راوستلو په پروګرام کي ستونزي سته

۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعه

د المان د کورنیو چارو وزیره د هغو افغانانو چي تر تعقیب لاندي دي په نژدې راتلونکي کي یې د منلو د پروګرام په اړه شک لري. دغه پروګرام په وروستي یو کال کي ډېر کرار روان دی.

https://p.dw.com/p/4XURH
Deutschland Bundesministerin für Inneres und Heimat Nancy Faeser
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د المان د کورنیو چارو وزیره د هغو افغانانو چي تر تعقیب لاندي دي په نژدې راتلونکي کي یې د منلو د پروګرام په اړه شک لري. دغه پروګرام په وروستي یو کال کي ډېر کرار روان دی.

د المان د کورنیو چارو وزیري د پنجشنبې په ورځ په برلین کي وویل: «اوس له افغانستان څخه د خلکو د رایستلو په لار کي ستونزي لرو.» د دې په خبره دا ستونزي «د ډېرو کارونو سرته رسول» ناممکنوي.

د الماند کورنیو چارو وزیري همدارنګه ټینګار وکړ چي دا پروګرام له ډېرو ستونزو سره بیاهم پرمخ روان دی.

هغه افغانان چي له ډېر خطر سره مخامخ دي پروسږکال په اکتوبر کي يې المان رسما د منلو بهیر شروع او ټاکل سوې وه چي هره میاشت به حد اکثر زر هغه افغانان المان ته راولي، چي تر تعقیب لاندي وي، خو دا پروګرام له هغه شروع څخه سست او سږکال د مارچ په میاشت کي د امنیتي کتنو له امله وځنډېد، تر هغه مهاله پوري هیڅوک د دغه پروګرام له لاريالمانته نه و راوستل سوی.

سږکال په جون میاشت کي د هغو افغانانو له پاره، چي تر ګواښ لاندي دي یوار بیا د ویزو د ورکړي امکانات له سره شروع سول، خو د ویزي ترلاسه کولو له پاره وړاندیزونه تر کلکو امنیتي پوښتنو ګروېږونو لاندي دي.

د سپټمبر میاشتي په لومړیو کي د هغو افغانانو لومړۍ ډله، چي د دغه پروګرام له خوا د منلو ژمنه ورسره سوې وه المان ته راورسېده.

د المان د باندنیو چارو وزارت په سپټمبر میاشت کي اعلان وکړ، چي د یاد پروګرام له لاري ۵۷۹ افغانانو په افغانستان کي د منلو ژمنه ترلاسه کړې ده.

زموږ له ارشیف څخه: 

له آلمانه افغانستان ته د اخراج شوی مهاجر ژوند