1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

آلمان منځني ختيځ ته له زرو ډېر عسکر لېږلي

۱۴۰۲ آبان ۶, شنبه

د آلمان پوځ په منځني ختيځ کې له زرو ډېر سرتېري ګمارلي تر څو د آلماني اتباعو په احتمالي تخلیه کې مرسته وکړي. داسې اندېښنې ښوول کیږي چې ښايي د حماس او اسرائيل تر منځ د روانې جګړې لمن نورو سيمو ته وغځيږي.

https://p.dw.com/p/4Y8gy

په برلين کې امنيتي چارواکو د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د دغو عسکرو تر ټولو ډېره برخه په قبرس کې د تيارسئ په حال کې ده. پوځ ويلي دي چې دغه عسکر چمتو دي چې د فوري اړتیاو په صورت کې له قبرس څخه لاس په کار شي.

پوځ د جګړې د پراخېدو په هکله یادونه هم کړې او وايي امکان نه لري چې پر څرنګوالي باندې ېې وړاندوينه وشي.

خو د آلمان خبري آژانس زیاتوي د دې وېره شته چې د حماس او اسرائيل تر منځ د روانې جګړې لمن پراخه شي، د بېلګې په توګه لبنان او یا ایران ته ورسیږي. د حماس او اسرائيلي پوځ تر منځ دغه جګړه اوس په خپلې درېمې اوونۍ کې ده.

د آلمان دفاع وزارت د تېرې اوونۍ په پای کې اعلان وکړ چې دوی به په سیمه کې حالاتو ته د رسېدنې په موخه خپل ظرفیت لوړ کړي. دغه وزارت ویلي دي چې د احتياط له پاره به عسکر د پوځ د قوماندې، کنټرول او د تخلیې امکاناتو د پلان په برخه کې مرسته وکړي.

زیاته شوې چې د آلمان ځانګړي غښتلي لامبو وهونکي سمندري ځواکونه په قبرس کې دي په داسې حال کې چې د پوځ د  ځانګړو ځواکونو واحد (KSK) اردن ته رسېدلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل