1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د مهاجرو ټولنیز خدمات راکم کړي

۱۴۰۲ آبان ۱۶, سه‌شنبه

د المان صدراعظم او ایالتي لومړي وزیرانو پناه غوښتونکو ته د نقدو پيسو پر ځای د تادیه کولو کارتونو پر ورکولو، پر کار مکلف کولو او د رد شوو پناه غوښتونکو پر لا زیات اخراج موافقه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4YWZz
Deutschland Braunschweig | Flüchtlinge in Niedersachsen
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

المان په پام کې لري د مهاجرت په برخه کې خپل سیاست سخت کړي. د المان صدراعظم اولاف شولڅ، د دوشنبې په مادزیګر د ۱۶ ایالتونو له لومړيو وزيرانو سره پر يو لړ اقداماتو تر توافق وروسته چې پر بنسټ به کې د آلمان د پناهندګۍ سياست کې سختي رامنځته شي، له يوې »تاريخي شيبې« څخه خبره وکړه.

د نوي پریکړه لیک په اساس هغو منظمو ټولنیز خدماتو ته د لاس رسي حق به، چې تر اوسه پورې وروسته له ۱۸ میاشتو ټاکل شوی وو، په راتلونکي کې وروسته له درو کلونو څخه ممکن وي. تر هغه وخته پورې د پناه غوښتونکو له پاره د ۴۱۰ یورو کم کړای شوي میاشتني مصارف، د اعتبار وړ باقي پاتې کیږي.

د خوړو په شان خدمات باید په دولتي استوګنځایونو یا کمپونو کې په نظر کې ونیول شي. د المان د مالیې وزیر کریستیان لیندنر په وینا، دا کار به د یو میلیارد یورو لګښت سپمولو سبب شي.

ایالتي وزیرانو او د المان صدراعظم همدارنګه پریکړه وکړه چې پناه غوښتونکو ته د ټولګټو کارونو امکاناتو په برخه کې هم باید اسانتیا رامنځته شي. په پریکړه لیک کې راغلي دي چې که په راتلونکي کې چې هر څوک المان ته د پناه غوښتونکي په توګه راځي تر ټولو دمخه به له غیر نقدي خدماتو څخه برخمن کیږي.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۴م کال تر پيله پورې به یو ډول د تادیه کولو کارتونه چمتو کړای شي چې پناه غوښتونکي وکولی شي له هغې څخه د توکو د پیرلو له پاره د نقدو پيسو پر ځای استفاده وکړي. دا کار خپلو هیوادونو ته د مهاجرو له خوا د پيسو استولو امکانات محدودوي.

په لګښتونو کې د مرکزي ادارې ونډه

په دغه غونډه کې بالاخره د المان د مرکزي حکومت له خواایالتي ادارو ته ژمنه ورکړل شوه چې د مهاجرو د استوګنې او پاملرنې خدماتو په لګښتونو کې به خپله ونډه زیاتوي. ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۲۴ م کال وروسته به د المان مرکزي حکومت د هر مهاجر پر سر ایالتي حکومتونو ته د ۷۵۰۰ یورو ثابت رقم په اختیار کې ورکړي.

په دې ترتیب سره هغه مجموعي رقم یا بودیجه چې ټاکل شوې ده د المان فدرالي اداره به یې ایالتونو ته ورکوي، په ایالتونو کې د پناه غوښتونکو په شمیر پورې اړه پيدا کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص