1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين لوېديځ ته له اټومي بحران څخه خبرداری وکړ

۱۴۰۲ اسفند ۱۰, پنجشنبه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اوکراين د بحران په تناظر کې و لوېديځ ته له اټومي بحران څخه خبرداری ورکړ. نوموړي دا څرګندونې په خپله کلنۍ وينا کې وکړې.

https://p.dw.com/p/4d30X
Russland | Putin hält Rede zur Lage der Nation
دا د پوتين د دغه ډول ۱۹ مه کلنۍ وينا وهانځور: Evgenia Novozhenina/REUTERS

ولاديمير پوتين د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۹) د ملت د وضعيت په هکله خپله کلنۍ وينا وکړه. هغه د اوکراين د جګړې په تناظر کې د بحران له پراخېدو او د اټومي بحران د رامنځته کېدو څخه خبرداری ورکړ. نوموړي وويل چې«دوی بايد بالاخره په دې پوه شي چې موږ هم وسلې لرو، کومې چې د دوی په سيمو کې اهداف ته رسېدلای شي.»

هغه و اوکراين ته د لوېديځ لخوا د نظامي قواوو له لېږلو څخه خبرداری ورکړ او پر لوېديځ يې تور پوري کړ چې د يو اټومي بحران د رامنځته کېدو د ګواښ د رامنځته کولو سبب ګرځي.

پوتين وويل چې «هغوی و اوکراين ته د غربي نظامي ډلو د لېږلو پر امکان خبرې وکړې.» هغه خبرداری ورکړ چې دا ډول يو اقدام به د اړوندو هيوادونو لپاره «غمجنې»پايلې ولري. په وينا يې «هر هغه څه چې اوس د دوی ذهن ته ورځي، په کوم سره چې دوی نړۍ بېروي، د داسي يو بحران حقيقي ګواښ رامنځته کوي چې پکښي اټومي وسلې وکارول شي، کوم چې به د مدينت د له منځه وړلو په معنی وي.»

امريکا د سپوږمکيو ضد وسلې په تړاو غبرگو وښد​​​​​​​

د روسيې ولسمشر ښايي په دې توګه سره د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون و هغو څرګندونو ته اشاره وه چې د دوشنبې په ورځ يې د اوکراين په تړاو کنفرانس کې په پاريس کې وکړې. هغه وويل چې اوکراين ته د لويديځو قواوو د لېږد امکان نشي ردېدلای.  نورو لوېديځوالو دولتي او حکومتي مشرانو د ماکرون د دغه نظر مخالفت وکړ.

مسکو له زيات وخت راهيسي داوکراين بحران ته د روسيې پر ضد د ناټو لخوا پر مخ بيول کېدونکي يو مفصل «غبرګ جنګ» د برخې په توګه ګوري. غربي دولتي او حکومتي مشران بيا پر پوتين په تکراري توګه د اټومي وسلو د مطرح کولو پر طرز نيوکې کوي.

  آ./ا.ا./ن.ز.